TOOSnews
اعلان
يونيسف: په افغانستان كې ٣.٧ ميليونه ماشومان د خوار ځواكۍ له جدي ګواښ سره مخ دي.
افغانستانټوس نیوز

يونيسف: په افغانستان كې ٣.٧ ميليونه ماشومان د خوار ځواكۍ له جدي ګواښ سره مخ دي.

۲۲ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په خپل نوي راپور کې خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې نږدې ۳.۷ میلیونه تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان د خوړو او تغذیې د ناامنۍ له امله د خوارځواکۍ له جدي خطر سره مخ دي.

د «ډېر لږ، ډېر ناوخته؛ په افغانستان کې د کوچنیانو د خوړو بحران» تر سرلیک لاندې راپور ښيي چې د خوړو د تنوع کمښت، ماشومانو ته د اړتیا وړ خوړو نه رسېدل، د خوړو د وختونو ګډوډي او لوږه د ماشومانو د تغذیې د خرابېدو مهم لاملونه دي.

یونیسف ویلي، د ۲۰۲۵ کال په پرتله د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د ۲۶ ولایتونو د ماشومانو د خوارځواکۍ وضعیت لا پسې خراب شوی او تر دوو کلونو کم عمره ماشومان تر ټولو ډېر زیانمن شوي دي.

په افغانستان کې د یونیسف استازي تاج‌الدین اویوال ویلي، افغان ماشومان لا د خوارځواکۍ د لوړې کچې موسم له پیل مخکې د خوارځواکۍ پر لور ټېل وهل کېږي او د دې وضعیت د مخنیوي لپاره بېړني اقدامات اړین دي.

یونیسف ټینګار کړی چې د خوارځواکۍ بحران یوازې د تغذیې په خدمتونو نه حل کېږي، بلکې د پاکو اوبو، روغتیايي خدمتونو، واکسین، حفظ‌الصحې او کافي نړیوالې مرستې ته هم اړتیا شته. دغې ادارې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د ماشومانو د ژوند ژغورنې لپاره خپلې بېړنۍ مرستې او پانګونه زیاته کړي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.