TOOSnews
اعلان
متحده جبهه: د اندراب په ده صلاح كې مو د طالبانو يوه پوسته نيولې.
افغانستانټوس نیوز

متحده جبهه: د اندراب په ده صلاح كې مو د طالبانو يوه پوسته نيولې.

۱۶ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

متحدې جبهې، چې مشري یې جنرال سمېع سادات کوي، ادعا کړې چې د چهارشنبې په شپه یې د بغلان ولایت د اندراب ولسوالۍ د ده‌صلاح په «اولاد» سیمه کې د طالبانو پر یوې پوستې برید کړی او له نښتې وروسته یې پوسته نیولې ده.

د جبهې په وینا، د برید پر مهال یې د طالبانو یو شمېر وسلې او تجهیزات هم له ځان سره وړي دي.

ځايي سرچینو هم ویلي چې برید د شپې شاوخوا ۱۰:۲۰ بجې د ولسوالۍ له مرکز څخه نږدې دوه کیلومتره لرې ترسره شوی، چې ورپسې د دواړو لورو ترمنځ نښته شوې او د ډزو او چاودنو غږونه اورېدل کېدل.

طالبانو تر اوسه د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي. بلخوا، محلي سرچینې وايي چې د پېښې له تعقیب وروسته طالبانو د ده‌صلاح ولسوالۍ د څو کلیو د اوسېدونکو کورونه تلاشي کړي دي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.