د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) په خپل تازه راپور کې ویلي، افغانستان لا هم له سخت بشري بحران سره مخ دی او میلیونونه ماشومان په دغه هېواد کې د شدیدې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخامخ دي.
د راپور له مخې، اټکل کېږي چې په ۲۰۲۶ کال کې به شاوخوا ۳.۷ میلیونه افغان ماشومان له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ شي. مرستندویه ادارې وایي، په ډېرو سیمو کې روغتیايي خدمتونو ته د ناوخته لاسرسي له امله د ماشومانو ژوند له جدي خطر سره مخ کېږي او ځینې وختونه د مړینې سبب هم ګرځي.
د اوچا مشرې اولګا چرووکو ویلي، که څه هم په افغانستان کې د بشري مرستو هڅې روانې دي، خو د بودجې کمښت او لرې پرتو سیمو ته د نه لاسرسي ستونزې د مرستو د رسولو بهیر له جدي ننګونو سره مخ کړی دی.
د نوموړې په وینا، نږدې ۲۲ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري، خو د ۱.۷ میلیارده ډالرو له اړتیا وړ بودجې یوازې شاوخوا ۱۴ سلنه تمویل شوې ده. هغې خبرداری ورکړی چې په ځینو سیمو کې د مرستو کمښت د خلکو ژوند لا پسې ستونزمن کړی دی.
راپور زیاتوي چې وچکالي او د اوبو کمښت، په ځانګړې توګه په کلیوالو سیمو او بامیان ولایت کې، د خلکو د بېځایه کېدو مهم لاملونه دي. ګڼې کورنۍ د کرنیزو ځمکو د وچېدو او د څښاک اوبو د نشتوالي له امله د خپلو سیمو پرېښودو ته اړې شوي دي.
اوچا همداراز ویلي چې افغانستان ته بېرته ستنېدونکي کډوال هم له ګڼو ستونزو سره مخ دي، ځکه ډېری یې داسې هېواد ته راګرځي چې خپله له پراخ بشري بحران سره لاس او ګرېوان دی. د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د شمېرو له مخې، یوازې د جون تر ۲۰مې پورې په یوه اوونۍ کې شاوخوا اته زره کسان افغانستان ته ستانه شوي دي.
په راپور کې د ښځو او نجونو پر وړاندې محدودیتونه هم د بشري وضعیت د خرابېدو یو مهم لامل بلل شوی دی. د راپور له مخې، دغه محدودیتونه د ښځو او نجونو لاسرسی زدهکړو، روغتیايي خدمتونو او اقتصادي فرصتونو ته محدودوي.
مرستندویه ادارو خبرداری ورکړی چې په ډېرو سیمو کې د ښځینه روغتیايي کارکوونکو کمښت، په ځانګړې توګه د میندو او ماشومانو د پاملرنې په برخه کې، یوه جدي ننګونه ده.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، د روان کال له جنوري تر اپرېل میاشتې پورې مرستندویو ادارو په افغانستان کې له ۵.۹ میلیونه کسانو سره مرسته کړې، چې له دې ډلې ۳.۵ میلیونه کسانو خوراکي مرستې ترلاسه کړي دي.
ملګري ملتونه ټینګار کوي چې د اړتیاوو کچه لا هم لوړه ده او میلیونونه افغانان د ژوند د دوام لپاره بېړنیو او دوامدارو بشري مرستو ته اړتیا لري.
لیکوال:سعید سمیر








