د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه وايي، په افغانستان کې میلیونونه نجونې لا هم د زدهکړو، کار او د خپل راتلونکي د ټاکلو له فرصتونو بېبرخې دي.
دغې ادارې د یکشنبې په ورځ، د وږي په اتمه، پر اېکس ټولنیزې شبکې لیکلي چې «تشې څوکۍ او تش مېزونه» په افغانستان کې د نجونو د زدهکړو د اوسني وضعیت څرګند انځور وړاندې کوي.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې زیاته کړې چې افغان نجونې لا هم زدهکړیزو فرصتونو ته له لاسرسي محرومې دي او دغه وضعیت د هغوی راتلونکی له جدي محدودیتونو سره مخ کړی دی.
په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د ښځو او نجونو پر زدهکړو او کار لګېدلي محدودیتونه د نړیوالو بنسټونو او بشري حقونو د سازمانونو له مهمو اندېښنو څخه دي.
طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو زدهکړې درولي او پر زدهکړو، کار او په ټولنیز ژوند کې د ښځو او نجونو پر حضور یې پراخ محدودیتونه لګولي دي.
لیکوال:سعید سمیر








