TOOSnews
اعلان
ملګري ملتونه: نوې اصولنامه د جنسيتي نابرابرۍ اندېښنې زياتوي.
افغانستانټوس نیوز

ملګري ملتونه: نوې اصولنامه د جنسيتي نابرابرۍ اندېښنې زياتوي.

۶ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ویلي چې د طالبانو له لوري د «زوجینو د تفریق اصولنامې» په نوم نوي لارښود د ښځو او نجونو د حقونو، امنیت او قانوني وضعیت په اړه جدي اندېښنې راپورته کړي دي.

دغه بنسټ د سې‌شنبې په ورځ د غبرګولي په ۵مه په خپاره کړي راپور کې ویلي چې دا اصولنامه ښايي د ماشومانو د ودونو د زیاتېدو او پر ښځو د لا زیاتو محدودیتونو د پراخېدو زمینه برابره کړي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې زیاته کړې چې دا اصولنامه په داسې وخت کې اعلان شوې چې افغانستان د طالبانو د بیا واکمنۍ پنځم کال ته نږدې کېږي.

په راپور کې راغلي چې که څه هم په دې اصولنامه کې د مېړه او مېرمنې د بېلتون شرایط مشخص شوي، خو ښځې د دې بهیر د بشپړولو لپاره د نارینه‌وو په پرتله له زیات پېچلو قانوني خنډونو سره مخ دي.

همدارنګه ویل شوي چې په دې اصولنامه کې د واده لپاره لږ تر لږه عمر نه دی ټاکل شوی، چې د ملګرو ملتونو په وینا د ماشومانو د ودونو د عادي کېدو خطر زیاتوي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې یادونه کړې چې پخوانیو قوانینو په افغانستان کې د واده لږ تر لږه عمر ټاکلی و او د ماشومانو او جبري ودونو مخه یې نیوله.

د راپور له مخې، نوې اصولنامه د طلاق یا بېلتون بهیر د ښځو لپاره لا ستونزمن کړی او په ځینو مواردو کې د ثبت لپاره د ګڼو شاهدانو او سختو قانوني شرایطو اړتیا رامنځته کوي.

دغه بنسټ ټینګار کړی چې دا وضعیت د ښځو او نارینه‌وو ترمنځ حقوقي نابرابري لا څرګندوي او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې د افغان ښځو او نجونو د حقونو د خوندیتوب لپاره جدي اقدامات وکړي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.