TOOSnews
اعلان
په سويلي کوریا کې بې سارې تودوخې د ۱۶ کسانو ژوند اخیستی.
نړۍټوس نیوز

په سويلي کوریا کې بې سارې تودوخې د ۱۶ کسانو ژوند اخیستی.

۱۴ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

سویلي کوریا له یوې بې‌سارې تودوخې څپې سره مخ شوې؛ هغه پېښه چې تر دې دمه یې لږ تر لږه د ۱۶ کسانو ژوند اخیستی او څه باندې دوه زره کسان یې روغتیايي مرکزونو ته رسولي دي.

د یونهاپ خبري اژانس د راپور له مخې، د مې له ۱۵مې نېټې راهیسې، ۲ زره او ۲۵ کسان د ګرمۍ له امله د پیدا شویو ناروغیو له کبله تر درملنې لاندې نیول شوي دي. په ورته وخت کې، حکومت بیړنی روغتیايي حالت اعلان کړی او د لومړي ځل لپاره یې د سیول ښار په کچه د ګرمۍ د سختې څپې جدي خبرداری خپور کړی.

تر ټولو لوړه ثبته شوې تودوخه د سوېل ختیځ ښار یانګسان کې ۴۲.۵ درجې سانتي ګراد ته رسېدلې ده؛ دا په دغه هېواد کې په ۱۹۰۴ کال کې د هوا پېژندنې د ارقامو له پیل راهیسې تر ټولو لوړه کچه ده. د دائګو او ګوریونګ ښارونو کې هم د هوا تودوخه له ۴۰ درجو او په سیول کې له ۳۸ درجو اوښتې ده.

کارپوهان په ټوله نړۍ کې د ګرمۍ د څپو زیاتوالی تر ډېره د اقلیمي بدلونونو له امله ګڼي. په ورته وخت کې، بېلابېل هېوادونه هم په روان اوړي کې له سختې ګرمۍ، پراخو اورلګېدنو او د ګرمۍ له امله د مړینو له زیاتوالي سره مخ شوي دي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.