ترکیې په استانبول ښار کې د «ساها ۲۰۲۶» نندارتون کې د خپلې لومړي قارهپيما بالسټیک توغندي د «یلدیرمخان» په نامه پرده پورته کړه. دا اقدام د دې هېواد په وروستیو کلونو کې د مهمو دفاعي لاسته راوړنو څخه ګڼل کېږي.
دا توغندی د ترکیې د دفاع وزارت د څېړنې او پراختیا مرکز لخوا معرفي شوی او د دې هېواد د ستراټیژیکو وړتیاوو د پراختیا پروګرام یوه برخه ګڼل کېږي.
د خپرو شوو معلوماتو له مخې، د «یلدیرمخان» توغندی شاوخوا ۶۰۰۰ کیلومتره واټن لري او سرعت یې د ۹ تر ۲۵ ماخ پورې دی. دا توغندی له ۴ موټورونو څخه ګټه اخلي او سون یې د نایټروجن تترااکسایډ (N₂O₄) ډول دی.
یاشار ګولر، د ترکیې د دفاع وزیر، ویلي چې دا د مایع سون توغندی اوس مهال د ترکیې تر ټولو اوږد واټن لرونکی بالسټیک توغندی ګڼل کېږي.
همدارنګه ویل شوي چې «یلدیرمخان» د ۳۰۰۰ کیلوګرامه وزن لرونکي جګړهییزه وسلو لېږدولو توان لري، او د مایع سون کارول دا په ورته سیسټمونو کې ځانګړې ځانګړتیاوې ورکوي.
لیکواله:سلیمه آریایي








