د رویټرز خبري اژانس د یوه ځانګړي راپور له مخې، چې د باخبره سرچینو په حواله خپور شوی، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت کانګرس ته خبر ورکړی چې غواړي له هېواده بهر خپلې پنځه دیپلوماټيکې استازولۍ وتړي. د دغو سرچینو په وینا، دا اقدام د امریکا د حکومت د هغې پراخې تګلارې برخه ده چې موخه یې په نړۍ کې د خپل دیپلوماټيک حضور کمول او بیا ارزول دي.
د راپور له مخې، چې د سېشنبې په ورځ، د زمري ۱۳مه، خپور شوی، ټاکل شوې چې د امریکا استازولۍ په ګریناډا کې د سېنټ جورجز، په جاپان کې د ناګویا، په اندونیزیا کې د میدان، په کامرون کې د دوآلا او په کاناډا کې د وینیپګ ښارونو کې خپلې چارې ودروي. تر اوسه د دې پرېکړې د عملي کېدو کره نېټه په رسمي ډول نه ده اعلان شوې.
رویټرز دا اقدام د امریکا له لوري په یوه وخت کې د څو بهرنیو استازولیو د تړلو یو کمساری ګام بللی دی. د راپور له مخې، دا پرېکړه د پخوا په څېر له کوم ځانګړي بحران، جګړې یا جیوپولیټیکي پېښې سره تړاو نه لري، بلکې د امریکا د کورنیو پالیسیو په چوکاټ کې شوې ده.
راپور زیاتوي چې د ډونالډ ټرمپ حکومت د خپلې نوې ولسمشرۍ دورې له پیل راهیسې د دولت د ادارو د کوچني کولو او د «امریکا لومړی» له تګلارې سره د فدرالي ادارو د فعالیتونو د همغږۍ پروګرام پیل کړی دی. د لګښتونو کمول او د دیپلوماټیکو ادارو د جوړښت بیاکتنه هم د همدې تګلارې برخه بلل شوې ده.
د راپور پر بنسټ، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تېر کال د نږدې دولسو بهرنیو استازولیو د تړلو امکان تر ارزونې لاندې نیولی و. همدارنګه، د سپینې ماڼۍ د مدیریت او بودجې دفتر د لګښتونو د کمولو لپاره د دېرشو دیپلوماټيکو استازولیو د تړلو وړاندیز هم کړی و.
د امریکا د حکومت ځینې چارواکي باور لري چې د دې هېواد ځینې کوچنۍ استازولۍ د خپلو دندو او فعالیتونو له پلوه نور د پخوا په څېر اړتیا نه لري، او د هغوی دوامداره فعالیت له مالي پلوه ګټور نه دی. د دوی په اند، که سرچینې پر مهمو او ستراتیژیکو استازولیو متمرکزې شي، د امریکا د دیپلوماټيک سیستم اغېزمنتیا به زیاته شي.
بل لوري ته، د دیموکراټ ګوند یو شمېر غړو او د بهرني سیاست او ملي امنیت ځینو پخوانیو چارواکو خبرداری ورکړی چې د امریکا د دیپلوماټیک حضور کمېدل، او همدارنګه د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې منحل کېدل، ښايي د واشنګټن نړیوال دریځ او نفوذ کمزوری کړي او چین او روسیې ته د خپل نفوذ د پراخولو لپاره ډېر فرصتونه برابر کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د رویټرز د راپور په غبرګون کې د دغو استازولیو د تړلو خبر په رسمي ډول نه دی تأیید کړی، خو ویلي یې دي چې وزارت د یوې اغېزمنې او مؤثرې دیپلوماټیکې شبکې پر ساتلو تمرکز لري او د کانګرس د خبرولو بهیر د نافذه قوانینو او مقرراتو له مخې پر مخ وړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هم تر دې وړاندې د لګښتونو کمول د دغه وزارت د اصلاحاتو یوه برخه بللې وه. د هغه په وینا، د دې اصلاحاتو موخه د داسې یوې ادارې کوچنۍ کول دي چې د ډېرو محافظهکارانو په باور، په تېرو کلونو کې تر اړتیا ډېره لویه او له بوروکراسۍ ډکه شوې ده.
لیکواله:سلیمه آریایي








