TOOSnews
اعلان
د امریکا سنا د روسیې پر وړاندې د لېنډسي ګراهام قانون تصویب کړ.
نړۍټوس نیوز

د امریکا سنا د روسیې پر وړاندې د لېنډسي ګراهام قانون تصویب کړ.

۱۸ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د امریکا سنا پر روسیې د پراخو بندیزونو او ۱۰۰ سلنه تعرفو طرح تصویب کړه.

د امریکا د کانګرس سنا هغه طرحه په پراکثریت تصویب کړه چې د جنوبي کارولینا ایالت جمهوري‌پال سناتور لېنډسي ګراهام د روسیې پر وړاندې د پراخو بندیزونو د لګولو او د دې هېواد د نفتو او ګازو پر پېرودونکو د درنو تعرفو د وضع کولو لپاره وړاندې کړې وه.

رویټرز خبري اژانس د جمعې په ورځ، د زمري ۱۶مه، راپور ورکړی چې دغه طرحه د امریکا په سنا کې د ۸۶ موافقو او ۱۱ مخالفو رایو په پایله کې تصویب شوې ده. دغه طرحه اوس د غور او رایې اچونې لپاره د استازو جرګې ته استول کېږي او که تصویب شي، د قانون کېدو لپاره به د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته وړاندې شي.

لېنډسي ګراهام، چې تېره میاشت ناڅاپه مړ شو، د امریکا کانګرس کې د اوکراین له سرسختو ملاتړو او د روسیې له جدي منتقدانو څخه و. هغه دغه طرحه مسکو ته د اقتصادي فشار د زیاتولو او د دې هېواد د انرژۍ له صادراتو څخه د ترلاسه کېدونکو عوایدو د محدودولو په موخه وړاندې کړې وه.

دغه طرحه د «د لېنډسي او ګراهام د روسیې او ایران د بندیزونو قانون ۲۰۲۶» په نوم د روسیې د نفتو او ګازو پر سکټورونو او همدارنګه د دغه هېواد پر یو شمېر چارواکو د پراخو بندیزونو مجموعه په پام کې نیسي. که دا قانون نهايي شي، کولی شي د روسیې ير حکومت لا زیات اقتصادي فشار وارد کړي.

د دې طرحې د موادو له مخې، امریکا کولای شي پر هغو هېوادونو لکه چین، هند، جاپان او د اروپايي اتحادیې پر ځینو غړو هېوادونو د وارداتي توکو تر ۱۰۰ سلنې پورې تعرفې هم ولګوي؛ هغه هېوادونه چې لا هم د روسیې نفت او ګاز واردوي. د دې اقدام اعلان شوی هدف د دغو هېوادونو پر روسي انرژۍ د اتکا کمول بلل شوی دی.

په واشنګټن کې د اوکراین سفارت په سنا کې د دې طرحې د تصویب هرکلی کړی او هغه یې «پر وخت او مهم ګام» بللی دی. اوکرایني چارواکو له اوږدې مودې راهیسې پر روسیې د اقتصادي فشار د زیاتولو او د انرژۍ له صادراتو څخه د دغه هېواد د عوایدو د محدودولو غوښتنه کړې ده.

خو رویټرز راپور ورکړی چې د استازو جرګې کې د دې طرحې برخلیک لا هم قطعي نه دی او ښايي د تصویب پر وړاندې له مخالفتونو سره مخ شي. یو شمېر قانون جوړوونکي او د امریکا د صنعت استازي اندېښنه لري چې د تعرفو په برخه کې نوي پراخ واکونه ښايي د وارداتو لګښتونه زیات کړي او په پایله کې پر امریکايي مصرفوونکو لا زیات فشار وارد کړي.

د نیویارک دیموکراټ استازي ګریګوري ميکس او د ویرجینیا دیموکراټ استازي دان بایر په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې په دې طرحه کې د اټکل شویو تعرفوي واکونو په اړه لا هم «جدي اندېښنې» شته. هغوی ویلي چې دغه طرحه ولسمشر ته نوي او پراخ واکونه ورکوي چې هغه یې په پراخه کچه کارولی شي.

د کینټکي جمهوري‌پال سناتور رنډ پال، چې د دې طرحې پر وړاندې یې منفي رایه ورکړې، د هغې د تعرفو له برخې سره هم مخالف دی. هغه د روسیې د نفتو او ګازو پر پېرودونکو د احتمالي ۱۰۰ سلنې تعرفې له امریکايي مصرفوونکو څخه د «مالیې» له اخیستلو سره تشبیه کړې او د هغې د احتمالي اقتصادي پایلو په اړه یې خبرداری ورکړی دی.

لېنډسي ګراهام د ډونالډ ټرمپ له متحدانو او د روسیې او ایران له سرسختو مخالفانو څخه و. هغه تېره میاشت ناڅاپه مړ شو او د هغه د مړینې لامل د زړه ستونزه اعلان شوه. د هغه له مړینې وروسته، د هغه خور ډارلین ګراهام د ډونالډ ټرمپ په حکم په سنا کې د هغه د ځایناستې په توګه وټاکل شوه.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.