د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وايي، د ازبکستان د فرغانه ولایت له لوري د بلخ ولایت ابوعلي سینا بلخي سیمهییز روغتون ته د ۲۰۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت طبي او غیرطبي تجهیزات ورکړل شوي دي.
د وزارت په وینا، په دغو تجهیزاتو کې د ناروغانو بستري بېډونه، ویلچرونه، د هوا سړولو (اېسي) دستګاوې، یخچالونه او یو شمېر نور اړین طبي او غیرطبي وسایل شامل دي، چې د روغتون بېلابېلو څانګو ته سپارل شوي دي.
د بلخ د عامې روغتیا ریاست مسوولانو د دغې مرستې هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې یاد تجهیزات به د روغتیايي خدمتونو د کیفیت په ښه والي، د ناروغانو د درملنې په اسانتیا او د روغتون د اړتیاوو په پوره کولو کې مهم رول ولوبوي.
دا تجهیزات په داسې حال کې د ابوعلي سینا بلخي سیمهییز روغتون ته سپارل کېږي، چې د افغانستان په ډېری روغتونونو کې د طبي وسایلو او روغتیايي امکاناتو د کمښت له امله ناروغان لا هم له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
لیکوال:سعید سمیر








