TOOSnews
اعلان
د امر بالمعروف وزیر: طالبان د شریعت د احکامو له اجرا کولو څخه نه پرشا کېږي.
افغانستانټوس نیوز

د امر بالمعروف وزیر: طالبان د شریعت د احکامو له اجرا کولو څخه نه پرشا کېږي.

۲۶ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزیر، خالد حنفي، ویلي چې طالبان به د هغو څه پروا ونه کړي چې دوی یې د ځان پر ضد «منفي تبلیغات» بولي، او د شریعت د احکامو له پلي کولو به په هېڅ ډول شاتګ ونه کړي. نوموړي همداراز د افغانستان پر ښځو د لګول شویو محدودیتونو په اړه د نړیوالو نیوکو په غبرګون کې ادعا وکړه چې په افغانستان کې د بشري حقونو تأمین د «اسلامي اصولو» له مخې شوی دی.

دا څرګندونې د خالد حنفي د افغانستان لوېدیځو ولایتونو ته د سفر پر مهال، له دیني عالمانو، قومي مشرانو او سیمه‌ییزو چارواکو سره په لیدنو کې شوي دي. هغه په دغو ناستو کې د طالبانو د تګلارو د دوام او د شرعي احکامو د عملي کولو پر اړتیا ټینګار وکړ او د دې ډلې له دریځونو یې دفاع وکړه.

د طالبانو د امر بالمعروف وزیر د ښځو پر محدودیتونو د نړیوالو نیوکو په اړه وویل، ځینې هېوادونه په نړۍ کې د ښځو او ماشومانو د وژل کېدو پر وړاندې چوپ پاتې کېږي، خو په افغانستان کې د حجاب په څېر موضوعاتو د پلي کېدو پر ضد غږ پورته کوي.

خالد حنفي تر دې وړاندې هرات ته د خپل سفر پر مهال هم د وروستیو نیونو دفاع کړې وه او ویلي یې وو چې دا اقدامات د هغو کسانو پر ضد شوي چې، د هغه په وینا، «بدحجابي یې ترویجوله». په وروستیو اوونیو کې د طالبانو د امر بالمعروف مأمورینو په هرات کې یو شمېر هغه ښځې نیولې دي چې د دې ډلې له نظره یې ټاکل شوی حجاب نه و مراعت کړی.

د طالبانو د امر بالمعروف وزیر د بشري حقونو په اړه پر نړیوالو لیدلورو هم نیوکه وکړه او ادعا یې وکړه چې منتقد هېوادونه او بنسټونه «د بشري حقونو له تعریفه سمه پوهه نه لري». هغه ټینګار وکړ چې د طالبانو له نظره، په افغانستان کې بشري حقونه د اسلامي اصولو پر بنسټ خوندي شوي دي.

هغه د خپلو خبرو په بله برخه کې له رسنیو وغوښتل چې لومړی دې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون په خپل فعالیت کې عملي کړي او وروسته یې خلکو ته ورسوي. د هغه په وینا، رسنۍ په اوسنیو شرایطو کې کولای شي په ټولنه کې د «منبر» رول ولوبوي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د ځینو څارونکو په باور، طالبان د ځینو ولایتونو د نیونو د دوام ترڅنګ هڅه کوي د دیني عالمانو، قومي مشرانو او سیمه‌ییزو مخورو ملاتړ هم ترلاسه کړي، څو د ولسي اعتراضونو او احتمالي پاڅونونو د رامنځته کېدو مخه ونیسي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.