باوري سرچینې وایي، د پنجشنبې ورځې له غرمې وروسته، د موټرسایکل سپرو وسلهوالو د هرات ښار د ابوالولید په سیمه کې د هرات یو بانفوذه ارباب وکیل احمد په ډزو وواژه.
ارباب وکیل احمد د کلونو لپاره د هرات ښار په لوېدیځه برخه کې د باباحاجي سیمې د ارباب په توګه فعالیت کاوه. هغه د هرات د یوې پېژندل شوې جهادي کورنۍ غړی او د اسماعیل خان له نږدې کسانو څخه و. د هغه دوه وروڼه هم د افغانستان په تېرو جګړو کې وژل شوي وو.
د سرچینو په وینا، ارباب وکیل احمد په هرات کې د خپلو ټولنیزو فعالیتونو، د شخړو د حل لپاره د منځګړیتوب او د خلکو د ستونزو د اورېدو له امله د یوه پېژندل شوي ځايي شخصیت په توګه پېژندل کېده.
سرچینې زیاتوي چې د برید پر مهال د ارباب وکیل احمد زوی هم له هغه سره و. خو تر اوسه د هغه د زوی د وضعیت په اړه کوم معلومات نه دي خپاره شوي.
طالبانو تر دې دمه د دې پېښې په اړه کومه څرګندونه نه ده کړې.
په وروستیو اوونیو کې د افغانستان په لوېدیځو ولایتونو کې هم یو شمېر جهادي قوماندانان او د پخواني حکومت پوځي کسان په بېلابېلو بریدونو کې وژل شوي دي.
عبدالله رحیمي، د ملي امنیت پخوانی غړی او د غور ولایت له جهادي قوماندانانو څخه، د چنګاښ په ۲۰مه نېټه د تیورې ولسوالۍ په یوه جومات کې د لمانځه پر مهال ووژل شو. هغه په غور ولایت کې په یوه میاشت کې درېیم پخوانی پوځي کس و چې خپل ژوند یې له لاسه ورکړ.
له دې وړاندې، د غور ولایت د شهرک ولسوالۍ د پخواني پولیس قوماندان محمدحسین د چنګاښ په ۷مه نېټه د هرات د هوايي ډګر په سړک کې د وسلهوالو له خوا په ډزو ووژل شو. په دغه برید کې د هغه مېرمن هم ټپي شوې وه.
همدارنګه، سراجالدین، د پخواني پولیس افسر او د غور ولایت له جهادي قوماندانانو څخه، د غبرګولي په ۱۸مه نېټه د تیورې ولسوالۍ د خپل کور مخې ته په ډزو ووژل شو.
دغه کسان د محمدابراهیم ملکزاده، د غور پخواني والي او د اسلامي ټولنې له بانفوذه څېرو څخه، له نږدې قوماندانانو څخه وو.
په یوه بله پېښه کې، ناپېژاندو کسانو د غويي په ۱۰مه نېټه د هرات ښار په شیدايي سیمه کې ارباب داوود عرب، د هرات د فلزکارانو اتحادیې مشر او یو بانفوذه ځايي شخصیت، په چاقو وواژه.
طالبانو تر اوسه د دغو هېڅ یوې پېښې د عاملانو د نیولو یا پېژندلو په اړه معلومات نه دي خپاره کړي.
لیکواله:سلیمه آریایي








