TOOSnews
اعلان
وکیل کوهسار، افغان عکاس، د ۲۰۲۶ کال د « آسیا د خپرونکو ټولنې»جایزه وګټله.
افغانستانټوس نیوز

وکیل کوهسار، افغان عکاس، د ۲۰۲۶ کال د « آسیا د خپرونکو ټولنې»جایزه وګټله.

۳۰ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

په هانګ کانګ کې د اسیا د خپرونکو د ټولنې (SOPA) د کلنیو جایزو په مراسمو کې، د افغانستان د فرانس پرېس (AFP) خبري اژانس عکاس وکیل کوهسار د «غوره عکاسۍ» په برخه کې جایزه ترلاسه کړه.

د دې مراسمو تنظیموونکو د جمعې په ورځ، د جون ۱۹مه اعلان کړی چې غوره شوي اثار د سلګونو تصویري مجموعو له منځه چې د بېلابېلو نړیوالو رسنیو د خبریالانو او عکاسانو له خوا لېږل شوي وو، ټاکل شوي دي. د داورانو په وینا، دا اثار په څو پړاوونو کې د بېلابېلو هېوادونو د نوموتو خبریالانو او پوهنتون استادانو له خوا ارزول شوي دي.

وکیل کوهسار د افغانستان د ټولنیز ژوند په اړه د خپلو مستندو انځورونو د یوې مجموعې له امله د دې برخې په وروستۍ نوملړ کې شامل و او په پای کې یې وکولای شول دا معتبره جایزه وګټي.

د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، د SOPA جایزې په آسیا او ارام سمندر سیمه کې د ژورنالېزم له تر ټولو معتبرو سیالیو څخه شمېرل کېږي او هر کال د رسنیو په بېلابېلو برخو کې لکه عکاسي، څېړنیز راپورونه، د بشري حقونو او ټولنیزو موضوعاتو کې غوره اثار ته ورکول کېږي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.