TOOSnews
اعلان
په مسکو کې اوسېدونکو ته د موبایل د انټرنېټ د احتمالي قطع کېدو په اړه خبرداری ورکړل شوی دی.
نړۍټوس نیوز

په مسکو کې اوسېدونکو ته د موبایل د انټرنېټ د احتمالي قطع کېدو په اړه خبرداری ورکړل شوی دی.

۵ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د مسکو ښار اوسېدونکو ته داسې خبرداري استول شوي چې له مخې یې ښايي په ځینو سیمو کې د موبایل انټرنېټ خدمتونه په موقتي ډول له ګډوډۍ یا بندښت سره مخ شي.

د راپورونو له مخې، په مسکو کې مخابراتي شرکتونو خپلو پیرودونکو ته پیغامونه استولي او د انټرنېټ د لاسرسي د احتمالي ستونزو خبر یې ورکړی دی. په یوه داسې پیغام کې چې د «ام ټي اس» مخابراتي شرکت له خوا استول شوی، ویل شوي چې د امنیتي تدابیرو له امله ښايي په ځینو سیمو کې د انټرنېټ خدمتونه ګډوډ شي.

په دې پیغام کې ټینګار شوی چې د ټیلیفون اړیکې،پیغامونه او یو شمېر ضروري خدمتونه به لا هم فعال وي، خو یوازې ځینې انټرنېټي خدمات ښايي اغېزمن شي.

تر اوسه مخابراتي شرکتونو د دې احتمالي محدودیت د علت په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي. خو دا خبرداري په داسې وخت کې خپاره شوي چې د مسکو ښاروال سرګي سوبیانین د روسیې د پلازمېنې په شاوخوا کې د اوکرایني بې پیلوټه الوتکو د نسکورولو خبر ورکړی و.

د مسکو ښاروال د جون په ۲۵مه سهار اعلان وکړ چې د روسیې د دفاعي سیستمونو څو اوکرایني بې پیلوټه الوتکې د ښار په شاوخوا کې شنډې او نسکورې کړي دي.

تر اوسه د انټرنېټي محدودیت د پای دقیق وخت نه دی معلوم، خو راپورونه ښيي چې دا اقدام ښايي د امنیتي تدابیرو په چوکاټ کې او د وروستیو ګواښونو په غبرګون کې ترسره شي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.