د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې د ۲۰۲۶ کال په جولای کې د ډینګي تبې مشکوکې پېښې د جون میاشتې په پرتله ۸۵،۵ سلنه او د کووېډ-۱۹ تایید شوې پېښې ۷۹،۳ سلنه زیاتې شوي دي.
د سازمان په میاشتني راپور کې راغلي چې په جولای کې د ډینګي ۴۷۳ مشکوکې پېښې ثبت شوي، حال دا چې په جون کې دغه شمېر ۲۵۵ و. همداراز، د کووېډ-۱۹ تایید شوې پېښې له ۸۷ څخه ۱۵۶ ته لوړې شوي دي.
د راپور له مخې، د روان کال له پیل راهیسې د ډینګي او کووېډ-۱۹ له امله د مړینې کومه پېښه نه ده ثبت شوې.
په همدې موده کې د شدیدې نسناستې ۲۳ زره او ۹۸۵ پېښې او ۱۴ مړینې، د سینهبغل ۷۸ زره او ۸۲ پېښې او ۱۹۸ مړینې، او د شري ۲۵۶۲ مشکوکې پېښې او نهه مړینې ثبت شوي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د موسمي ناروغیو زیاتوالی او د بودجې دوامدار کمښت د ناروغیو پر وړاندې د مبارزې پر بهیر فشار زیاتوي او د لومړنیو روغتیايي خدمتونو دوام له خطر سره مخ کوي.
لیکوال:سعید سمیر








