هغه ښځه چې له شاوخوا ۲۰ کلونو استوګنې وروسته له امریکا څخه افغانستان ته ستنه شوې وه، له څو ورځو راهیسې د کابل ښار د درېیم مکرویانو سیمې په مربوطاتو کې ورکه شوې او کورنۍ یې د هغې د برخلیک په اړه هېڅ معلومات نه لري. د نوموړې کورنۍ هڅه کوي چې د هغې د اوسېدو ځای او وضعیت په اړه معلومات ترلاسه کړي.
ځايي سرچینې وایي، دغه ښځه افغانستان ته د خپلې لمسي د واده په مراسمو کې د ګډون لپاره راغلې وه. د سرچینو په وینا، نوموړې د ورکېدو پر مهال له ځان سره یو شمېر قیمتي ګاڼې او شاوخوا څلور زره امریکايي ډالر هم لرل.
تر اوسه د دې ښځې د ورکېدو د څرنګوالي او دا چې ایا په تړاو یې کوم کس یا کسان نیول شوي دي که نه، رسمي معلومات نه دي خپاره شوي. همداراز، د نوموړې د ورکېدو د کره وخت په اړه هم نور جزیات نه دي معلوم.
د دې ښځې کورنۍ له خلکو غوښتي چې که د هغې د ځای یا برخلیک په اړه هر ډول معلومات ولري، له کورنۍ سره اړیکه ونیسي. هغوی هیله څرګنده کړې چې د خلکو په همکارۍ به د نوموړې د ځای په اړه کومه نښه ترلاسه او هغه به ژر تر ژره پیدا شي.
لیکواله:سلیمه آریایي








