په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان دفتر ویلي، طبیعي پېښې پر ټولو خلکو یو شان اغېز نه کوي او ښځې او ماشومان د دغو افتونو تر ټولو ستر قربانیان دي.
دغه سازمان پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، لږ تر لږه له ۷۰ تر ۸۰ سلنه هغه کسان چې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري، ښځې او ماشومان دي. همداراز نږدې ۷۵ سلنه هغه خلک چې د طبیعي پېښو له امله بېځایه کېږي، هم ښځې او ماشومان جوړوي.
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، دا شمېرې ښيي چې طبیعي افتونه پر بېلابېلو قشرونو نابرابر اغېز لري او له همدې امله باید ښځې او ماشومان د مرستو او ملاتړ په لومړۍ کرښه کې ځای ولري.
په خپره شوې خبرپاڼه کې ټینګار شوی چې د زیانمنو ښځو او ماشومانو د خوندیتوب، رواني پاملرنې او عملي ملاتړ اړتیاوې باید په بېړني ډول د مرستندویه پروګرامونو برخه وګرځول شي.
دغه سازمان زیاته کړې چې د مرستو د وېش پر مهال باید د ښځو او ماشومانو ځانګړو اړتیاوو ته جدي پاملرنه وشي، چې خوندي سرپناه، روغتیایي خدمتونه، د تغذیې ملاتړ او د ساتنې میکانیزمونه پکې شامل دي.
همداراز ویل شوي چې د معلوماتو راټولول او ارزونې باید د جنسیت او عمر پر بنسټ ترسره شي، څو مرستې په دقیق او هدفمند ډول اړمنو کسانو ته ورسېږي.
د بشري حقونو څارونکي هم وایي، د طبیعي پېښو او بېځایه کېدو پر مهال ښځې او نجونې له زیات خطر سره مخ وي، ځکه د خدماتو محدود لاسرسی، د سرپناه ناسم وضعیت او د تاوتریخوالي خطر د هغوی لپاره جدي ستونزې جوړوي.
د ښځو د حقونو فعالان خبرداری ورکوي، که د بېړني غبرګون پلانونه د ښځو او ماشومانو اړتیاوې په منظم ډول په پام کې و نه نیسي، د مرستو اغېز به کم او د زیانمنو قشرونو خطرونه به نور هم زیات شي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې وروستیو سېلابونو او زلزلو خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي او د راپورونو له مخې ښځو او ماشومانو پکې تر ټولو ډېر زیان لیدلی دی.
لیکوال:سعید سمیر








