په دایکنډي کې سرچینې وایي چې د پخواني حکومت یو غړی په شهرستان ولسوالۍ کې د وسلهوالو کسانو له خوا وژل شوی دی.
یوې سرچینې رسنیو ته په یوه پیغام کې ویلي چې دغه پخوانی نظامي یاسر حسیني نومېده او جمعه، د غبرګولي ۲۹مه ماښام مهال د شهرستان ولسوالۍ د مرکز القان بازار کې د دوو وسلهوالو کسانو له خوا په ډزو ووژل شو.
د سرچینې په وینا، حسیني د پخواني حکومت د پوځ غړی و او د جمهوریت تر سقوط وروسته یې په القان بازار کې دوکانداري کوله. هغه د جمعې په ماښام، کله چې یې خپله دوکان تړلی، د تومانچې په ډزو هدف وګرځول شو.
یوه بله سرچینه وایي چې حسیني د پوځي اکاډمۍ فارغ و. د سرچینې په خبره، هغه د جمهوریت له سقوط وروسته د کار لپاره تاجکستان ته تللی و، خو له څه مودې وروسته بېرته هېواد ته راستون شوی و او په دوکاندارۍ بوخت و.
تر اوسه د دغه پخواني نظامي د وژنې انګېزه نه ده روښانه شوې.
د یاسر حسیني وژنه یوه ورځ وروسته له هغې شوې چې په پروان ولایت کې د یوه بل پخواني نظامي جسد وموندل شو.
سرچینو په پروان کې دغه پخوانی نظامي حشمتالله بللی او ویلي یې دي چې هغه د ۲۰۱ سېلاب قول اردو د څلورمې لوا د درېیم کنډک د تولي قوماندان و.
د سرچینو په وینا، حشمتالله تېره اوونۍ ورک شوی و او له څلورو ورځو وروسته د جمعې په ورځ (د غبرګولي ۲۹مه) یې جسد وموندل شو، په داسې حال کې چې سترګې یې ایستل شوې وې. د هغه جسد پرون خاورو ته وسپارل شو.
په تېرو پنځو کلونو کې ګڼ شمېر پخواني نظامیان په ناڅرګنده ډول وژل شوي دي. د دغو وژنو پړه پر طالبانو اچول کېږي، خو طالبان وایي چې د خپل مشر د عمومي عفوې فرمان ته ژمن دي او هغه عملي کوي.
لیکواله:سلیمه آریایي








