د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د وروستۍ ناستې څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، طالبان هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي.
مجاهد ویلي، طالبان پر ټول افغانستان واک لري او هېڅ خپلسره وسله واله ډله د فعالیت اجازه نه لري. د هغه په وینا، په امنیت شورا کې د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه شوې ادعاوې ناسمې دي.
هغه یو ځل بیا ټینګار کړی چې د داعش ډله په افغانستان کې له منځه وړل شوې، پټنځایونه یې له منځه تللي او نړیوال باید د دغې ډلې پر ضد د طالبانو هڅې وستايي.
دا څرګندونې داسې مهال شوي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په وروستۍ ناسته کې د پاکستان، چین، امریکا او ځینو نورو هېوادونو استازو په افغانستان کې د داعش او نورو وسلهوالو ډلو د فعالیتونو او د سیمې لپاره د احتمالي امنیتي ګواښونو په اړه اندېښنې څرګندې کړي.
لیکوال:سعید سمیر








