د ازادۍ جبهې مشر یاسین ضیا ویلي، مذهبي او سیاسي غچ اخیستنه د منلو وړ نه ده او د جرمونو تعقیب باید یوازې د خپلواکو محکمو له لارې ترسره شي. هغه ټینګار کړی چې د طالبانو ځواکونه، ملکي کارکوونکي او عادي وګړي باید په ټولیز ډول دښمن ونه ګڼل شي.
ضیا همداراز د ملکي وګړو د حقونو د نقض پر وړاندې د مخالفو ځواکونو پر حساب ورکولو او د بشردوستانه نړیوالو اصولو پر مراعتولو ټینګار کړی دی.
هغه د ښځو پر وړاندې د طالبانو محدودیتونه د افغانستان اقتصادي، علمي او ټولنیز راتلونکي ته «وژونکی ګوزار» بللی او ویلي یې دي چې په راتلونکي نظام کې باید ښځې په سیاسي مشرتابه، قضا، امنیتي ځواکونو، ښوونه او روزنه، اقتصاد او ملي مذاکراتو کې اغېزمن او مانا لرونکی حضور ولري.
د ازادۍ جبهې مشر زیاته کړې چې جبهه د خبرو اترو اصل نه ردوي او هر هغه سیاسي بهیر د ارزونې وړ ګڼي چې د خلکو حاکمیت تأمین او د واک انحصار پای ته ورسوي.
د هغه په وینا، د خلکو حاکمیت، د ټاکلو حق، د ښځو بنسټیز حقونه، د ټولو هېوادوالو برابري، مدني ازادي او د قضايي نظام خپلواکي د معاملې وړ نه دي. خو هغه ویلي چې د راتلونکي نظام بڼه، د مرکز او ولایتونو ترمنځ د واک وېش، د انتقالي دورې څرنګوالی او د هغو طالب غړو ادغام چې په جرمونو تورن نه وي، د خبرو اترو او سیاسي جوړجاړي له لارې حل کېدای شي.
لیکوال:سعید سمیر








