د طالبانو مخالفې ډلې «مقاومت جبهه» د ښځو د برخې مشره زهره کاظمي وايي چې دغه جبهه یوازې یو سیاسي یا پوځي حرکت نه دی، بلکې د هغو خلکو د تاریخي ارادې څرګندونه کوي چې د استبداد، سختدریځۍ او د ملي هویت د له منځه وړلو پر وړاندې درېدلي دي.
نوموړې د ایکس (پخواني ټویټر) په یوه پیغام کې ویلي، د مقاومت جبهې روایت د افغانستان د ملت له مبارزې او د ازادۍ غوښتنې له متن څخه سرچینه اخلي او دا د خلکو خپل غږ دی.
کاظمي ټینګار کړی چې د دې جبهې روایت نه د لوېدیځ په فکري مرکزونو کې جوړ شوی او نه هم د سیمې او ختیځ د سیاسي محاسبو پایله ده. د هغې په وینا، دا حقیقت چې نن ورځ کورني مخالفین او سیمهییز او نړیوال لوبغاړي دغه جبهه په خپلو بحثونو کې یادوي، ښيي چې دا د افغانستان په سیاسي معادلو کې یو نه انکارېدونکی واقعیت ګرځېدلی دی.
هغې زیاته کړې چې هېڅ سیاسي جریان د اغېزمنتیا پرته تر دې کچې د پام، نقد او بریدونو لاندې نه راځي.
د مقاومت جبهې د ښځو د برخې مشرې د مشروعیت موضوع ته په اشارې ویلي چې مشروعیت نه د تبلیغاتو له لارې جوړېږي او نه هم د تخریب او اوازو په وسیله له منځه ځي. د هغې په باور، هغه داعیه چې د خلکو له غوښتنو سره رېښه لري، د سیاسي بدلونونو په بدلیدو له صحنې نه حذفېږي.
کاظمي زیاتوي چې د یوه سیاسي بهیر د ټولنیزې اډې، ملي اعتبار او نفوذ له پراخېدو سره هم مهاله د هغه پر وړاندې د رواني جګړې او نیوکو کچه هم لوړېږي.
هغې د خپلو خبرو په پای کې ویلي چې مقاومت جبهه نن یوازې د استبداد پر وړاندې د درېدلو نښه نه ده، بلکې د ازادۍ، عدالت، سیاسي مشارکت او د ملت د ارادې د حاکمیت پر بنسټ د افغانستان د جوړېدو لپاره د خلکو د هیلو استازیتوب کوي.
بل لور ته، د راپورونو له مخې د دې جبهې یو شمېر غړو په دې وروستیو کې خپلې وسلهوالې څرګندونې زیاتې کړې، وروسته له هغې چې ایران دغه ډلې ته خبرداری ورکړ چې د طالبانو پر وړاندې بریدونه ترسره نه کړي.
همداراز ویل کېږي چې د دې جبهې ځینې ایران مېشت غړي وايي، تهران هغوی له دې کاره منع کړي چې پر طالبانو بریدونه وکړي.
لیکوال:سعید سمیر








