TOOSnews
اعلان
په فرانسه کې د لاليک موزیم څخه د ۴ میلیونه یورو په ارزښت د ګاڼو ۲۰ ټوټې غلا شوي دي.
کلتور او هنرټوس نیوز

په فرانسه کې د لاليک موزیم څخه د ۴ میلیونه یورو په ارزښت د ګاڼو ۲۰ ټوټې غلا شوي دي.

۱۶ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د فرانسې په ختیځ کې د لالیک موزیم ته د یکشنبې ورځې د سهار وختي غله ننوتلي او شاوخوا ۲۰ د ګاڼو ټوټې یې، چې ارزښت یې نږدې ۴ میلیونه یورو اټکل شوی، غلا کړي دي. دا پېښه په تېر یوه کال کې د فرانسې له موزیمونو څخه د پرله‌پسې غلاوو وروستۍ بېلګه ګڼل کېږي.

د فرانسوي رسنیو د راپورونو له مخې، غلو د سهار شاوخوا ۵:۳۰ بجې لومړی هڅه وکړه چې د موزیم له اصلي دروازې څخه دننه شي، خو د خطر زنګ په فعالېدو سره بریالي نه شول. وروسته هغوی د بېړنۍ وتلو له یوې دروازې ودانۍ ته ننوتل، د ګاڼو د برخې شپږ ښیښې لرونکي نندارتونونه یې مات کړل او د امنیتي ځواکونو له رسېدو مخکې وتښتېدل.

لومړنی کس چې د غلا له صحنې سره مخ شو، د موزیم یو خدماتي کارکوونکی و، چې سمدستي یې پولیس خبر کړل. له دې پېښې وروسته د فرانسې څارنوالۍ رسمي پلټنې پیل کړي دي او پولیس د امنیتي کامرو انځورونه ارزوي او له پېښې ځایه شواهد راټولوي. تر اوسه د کوم شکمن کس د نیول کېدو راپور نه دی خپور شوی.

لالیک موزیم د فرانسې د وینګن-سور-مودر په ښار کې، د جرمني پولې ته نږدې موقعیت لري. په دې موزیم کې د نامتو فرانسوي هنرمند او ګاڼه‌جوړوونکي رنه لایک د ښیښې، کرسټال او ګاڼو ارزښتناکې ټولګې ساتل کېږي او دا د فرانسې د تزئیني هنرونو له مهمو مرکزونو څخه ګڼل کېږي.

دا غلا په داسې حال کې شوې چې په تېر یوه کال کې د فرانسې څو مهم موزیمونه هم د غلاوو هدف ګرځېدلي دي. د ۱۴۰۴ کال د تلې په ۲۷مه، د لوور موزیم څخه د شاهي ګاڼو اته ټوټې، چې ارزښت یې شاوخوا ۸۸ میلیونه یورو و، غلا شوې وې. تر دې وړاندې، د ۱۴۰۴ کال د وږي ۲۵مه، د پاریس د طبیعي تاریخ له موزیم څخه د شاوخوا ۶۰۰ زره یورو په ارزښت د سرو زرو شمشې هم وړل شوې وې.

د دغو پېښو تکرار د فرانسې په موزیمونو او فرهنګي مرکزونو کې د امنیتي تدابیرو د اغېزمنتیا په اړه اندېښنې زیاتې کړي دي او د دې هېواد د فرهنګي میراث د ساتنې په اړه یې په رسنیو او عامه افکارو کې نوي بحثونه راپارولي دي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.