لیکواله:سلیمه آریایي
د طالبان د کانونو اوپطرولیم وزارت اعلان کړې چې د «کندي غنیګي» ساحه کې د فلورایټ د استخراج تړون د قندهار ولایت د نیش ولسوالۍ سره تړلې یوې خصوصي کمپنۍ سره لاسلیک شوی دی. دغه وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغه تړون د سهشنبې په ورځ، دغویي ۸ مه، د «اماني مایننګ» کمپنۍ سره په شاوخوا ۱۴۵ میلیونه افغانیو پانګونې باندې نهائي شوی دی.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، یاد تړون د ۳۰ کالو لپاره جوړ شوی دی او د هغه پر بنسټ، ۳۵ سلنه د پروسس شوو عوایدو ته د رویالټي په توګه د امارت سهم ورکول کيږي. مسؤلینو ویلي چې دغه هوکړه د هېواد د کانونو په برخه کې د پراختیایي پروګرامونو یوه برخه ده او د دې له مخې به د فلورایټ سرچینو نه ګټه اخیستل کېږي.
د کانونو او پطرولیم وزارت همداراز زیاته کړې چې د تړون لرونکې کمپنۍ نه یوازې د رویالټي برخه ورکولو ته ژمنه کړې، بلکې په ټولنیزو خدماتو او د چاپېریال ساتنې په برخه کې هم تعهدونه منلي دي. د دې تړون پر بنسټ، شاوخوا ۱۵۰ کسانو ته به دندې برابرې شي او د دې کان څخه کار په تدریجي ډول پیل کېږي.
طالبان د خپلې واکمنۍ د بیا ترلاسه کولو وروسته د هېواد د کانونو استخراج او ګټخ اخیستنه پراخه کړې ده. که څه هم، دا پروسه د ځینو سیاسي جریانونو له لوري د نیوکو او غبرګونونو سره مخ شوې ده، چې دغه کړنې یې «د معدني منابعو لوټل» بللي دي.








