د بلوچستان ایالت د چمن ولسوالۍ په یوه پولیسو حوزه کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مشر او د پاکستان د ملي اسمبلۍ د اپوزیسیون د مشر محمود خان اڅکزي پر ضد قضیه ثبت شوې ده.
د پولیسو د راپور له مخې، دغه قضیه د عبدالولي خان په نوم د یوه کس په شکایت ثبت شوې او پکې ادعا شوې چې محمود خان اڅکزي د مې میاشتې په ۲۹مه نېټه په چمن کې یوې ولسي غونډې ته د وینا پر مهال داسې څرګندونې کړې چې د دولتي ادارو او خلکو ترمنځ د کرکې او پارونې لامل کېدای شي.
په قضیه کې ویل شوي چې نوموړي په بلوچستان کې د امنیتي وضعیت په اړه نیوکې کړې، اوسنی حکومت یې «فورم ۴۷ له لارې راغلی حکومت» بللی او د پاکستان د پوځ پر وړاندې یې د بېلابېلو قبایلو له کسانو څخه د یوه لښکر د جوړولو وړاندیز کړی دی.
همداراز د شکایت له مخې، اڅکزي د چمن اوسېدونکي هڅولي چې د افغانستان تابعیت تذکرې ترلاسه کړي. په قضیه کې دا هم راغلي چې د غونډې ګډونوالو د سړک پر سر د رسۍ په تړلو سره عامه لاره تړلې او خلک یې د دولتي ادارو پر ضد پارولي دي.
یادونه کېږي چې محمود خان اڅکزي په همدې غونډه کې ویلي وو چې د ډیورنډ کرښې پر اوږدو کې لګول شوی اغزن تار د امریکا په غوښتنه نصب شوی او دوی به یې لرې کړي. نوموړي خبرداری ورکړی و چې که افغانستان ټوټه شي، نو پاکستان او ایران به هم له ورته برخلیک سره مخ شي.
لیکوال:سعید سمیر








