د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، سبا، یکشنبې، د هرات ولایت د زندهجان ولسوالۍ کې د سمنټو د یوې سترې کارخونې د جوړولو چارې پیلېږي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، پر دې پروژه ۱۴۳ میلیونه ډالره پانګونه کېږي او د «ګلبهار سمنټ» شرکت له لوري عملي کېږي.
ټاکل شوې دغه کارخونه هره ورځ د درې زره ټنه سمنټو د تولید ظرفیت ولري.
د کانونو وزارت تمه لري چې د کارخونې د جوړولو په بهیر کې به شاوخوا پنځه زره کسانو ته د کار زمینه برابره شي او د دې پروژې له بشپړېدو وروسته به د افغانستان د سمنټو د تولید ظرفیت هم لوړ شي.
د یادونې وړ ده چې طالبانو په ۲۰۲۴ کال کې هم د هرات په زندهجان ولسوالۍ کې د دې کارخونې د جوړولو د چارو د پیل خبر ورکړی و.
لیکوال:سعید سمیر








