TOOSnews
اعلان
د خيبر پښنونخوا په مردان كې د پاكستان د پوځ يوه الوتكه غورځېدلې ده.
نړۍټوس نیوز

د خيبر پښنونخوا په مردان كې د پاكستان د پوځ يوه الوتكه غورځېدلې ده.

۲۶ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د خیبر پښتونخوا د مردان ولسوالۍ د کاټلنګ سیمې په ساولډهېر کې د پاکستان د پوځ یوه روزنیزه الوتکه د عادي روزنیز ماموریت پر مهال وغورځېده، چې له امله یې د قاسم عبدالله او طلحه عباسي په نومونو دوه پیلوټان وژل شوي دي.

ځایي سرچینې وایي، د الوتکې د لوېدو پر مهال دوه تنه لارویان هم سخت ټپیان شوي او د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.

پاکستاني چارواکو د الوتکې غورځېدل تایید کړي، خو د پېښې د علت او نورو جزییاتو په اړه یې تر اوسه معلومات نه دي خپاره کړي. د راپورونو له مخې، د پېښې د لاملونو د معلومولو لپاره پلټنې پیل شوي دي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.