TOOSnews
اعلان
عباس عراقچي: د نتنياهو جګړو امريكا ته ١٠٠ ميليارده ډالره زيان اړولى.
اقتصاديټوس نیوز

عباس عراقچي: د نتنياهو جګړو امريكا ته ١٠٠ ميليارده ډالره زيان اړولى.

۱۲ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د امریکا د دفاع وزارت پر خپرو شویو ارقامو نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې په سیمه کې روانې جګړې، چې د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په هڅونو دوام لري، تر اوسه امریکا ته شاوخوا ۱۰۰ میلیارده ډالره مستقیم مالي زیان رسولی دی.

عراقچي زیاته کړې، چې دا لګښتونه نه یوازې د امریکا اقتصاد ته درانه دي، بلکې د سیمې امنیتي وضعیت یې هم لا پسې پېچلی کړی دی. نوموړي ټینګار کړی، چې د جګړو دوام د ټولو خواوو په زیان دی او باید د سیاسي حل لارو پر لور جدي ګامونه واخیستل شي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.