TOOSnews
اعلان
اډمز: د طالبانو دننه اختلافات ښايي لا پراخ شي.
نړۍټوس نیوز

اډمز: د طالبانو دننه اختلافات ښايي لا پراخ شي.

۲۸ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې پخوانۍ ماموره سارا اډمز وايي، د طالبانو د مشر هبت‌الله اخوندزاده له خپلو جنګیالیو او پلویانو څخه د «اطاعت» غوښتنه په داسې مهال شوې چې د دې ډلې دننه د واک او نفوذ پر سر، په ځانګړې توګه د شمالي ولایتونو د کنټرول په اړه، اختلافات ژور شوي دي.

اډمز په ایکس ټولنیزه شبکه کې د هبت‌الله اخوندزاده د وروستۍ وینا په اړه لیکلي چې نوموړي په کندهار کې د خپل وروستي سفر یادونه کړې او د خلکو او طالب جنګیالیو له هرکلي څخه یې خوښي څرګنده کړې ده. د اډمز په وینا، هبت‌الله خپلو پلویانو ته ویلي: «تاسو زما پوځ یاست، تاسو زما سرتېري یاست او تاسو زما اولادونه یاست.»

د هغې په خبره، هبت‌الله له دې خبرو وروسته د «اطاعت» موضوع مطرح کړې او ټینګار یې کړی چې د طالبانو د نظام د ساتنې او بقا لپاره د ده اطاعت اړین دی.

اډمز وايي، د دې پیغام وخت مهم دی، ځکه له څو میاشتو راهیسې په بدخشان کې د طالبانو یو بانفوذه تاجک قوماندان، ملا جمعه‌خان فاتح، د شمالي افغانستان په سیمو کې د کندهاري طالبانو د حضور او نفوذ د پراخېدو پر وړاندې مقاومت کاوه.

د اډمز په وینا، دغه اختلاف تېره اوونۍ په جدي شخړه بدل شو، کله چې هبت‌الله د فاتح د کنټرول لپاره له جنوبه باوري قوماندانان او ځانګړي ځواکونه بدخشان ته واستول. نوموړې ادعا کوي چې د دغو ځواکونو مشري د کندهار د پولیسو مشر او د هبت‌الله د ځانګړو ساتونکو ځواکونو قوماندان، ملا عبدالاحمد طالب، کوله.

هغې ویلي، د کندهار مستقیمه ښکېلتیا ښيي چې هبت‌الله یوازې پر هغو طالب ځواکونو تکیه نه وه کړې چې له وړاندې په شمال کې موجود وو، بلکې له خپلې جنوبي اډې څخه یې ځواکونه او قوماندان بدخشان ته استولي وو.

د اډمز په وینا، ملا جمعه‌خان فاتح د اګست پر ۱۶مه د طالبانو د دفاع وزارت له لوی درستیز قاري فصیح‌الدین فطرت سره له خبرو وروسته د تسلیمېدو هوکړه وکړه. نوموړې ادعا کوي چې فطرت فاتح ته ډاډ ورکړی و چې غوښتنې او شرایط به یې وڅېړل شي او د ملا عبدالاحمد طالب تر مشرۍ لاندې کندهاري طالبان او ځانګړي ځواکونه به له بدخشان څخه ووځي.

خو د اډمز په وینا، فاتح له تسلیمېدو او د هغه د جنګیالیو له بې‌وسلې کېدو وروسته ونیول شو. هغې ویلي، د هغه د راوستلو د هوکړې پر ځای، فاتح ونیول شو. د نوموړې د وروستیو معلوماتو له مخې، فاتح کندهار ته د انتقال په حال کې دی او ښايي هلته د هغه پر وړاندې پوځي محاکمه ترسره شي.

اډمز ټینګار کوي چې د فاتح نیول د طالبانو دننه د دې شخړې اصلي لامل نه حل کوي. د هغې په وینا، هبت‌الله غواړي په بدخشان کې د کندهاري مشرۍ ته وفادار شاوخوا ۴۰۰ کسیز ځانګړی عملیاتي ځواک دایمي ځای پر ځای کړي، چې ښايي د طالبانو د پنجشېر ځانګړې لوا تر قوماندې لاندې فعالیت وکړي.

د هغې په خبره، د طالبانو په دننه کې د پرسونل د بدلون یو بل پلان هم شته چې له مخې به یې غیرپښتانه، په ځانګړې توګه تاجک طالب چارواکي، له بدخشان څخه جنوبي افغانستان ته ولېږدول شي او پر ځای به یې هبت‌الله ته وفادار جنوبي طالب چارواکي بدخشان ته واستول شي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.