د افغان اېواک بنسټ مشر شان وانډیور پر امریکايي چارواکو سختې نیوکې کړي او ویلي یې دي چې د افغان کډوالو د لېږد، ویزو او مېشتېدنې پروګرامونو د بند پاتې کېدو له امله شاوخوا ۲۶۰ زره افغانان له ناڅرګند برخلیک سره مخ دي.
وانډیور د جمعې په ورځ (د چنګاښ ۱۲مه) په یوه پرانیستي لیک کې ویلي، چې د امریکا د حکومت د وروستیو پرېکړو له امله د هغو زرګونو افغانانو دوسیې درېدلې دي چې د امریکا د تخلیې په پروسه کې شامل وو او لا هم د ارزونې په تمه دي.
د افغان اېواک د معلوماتو له مخې، د امریکا حکومت د دایمي ښه راغلاست پروګرام، د افغانانو لپاره د موقتي خوندي دریځ پروګرام او د کډوالو د لېږد همغږې کوونکې اداره تړلې او د ځانګړو ویزو او کډوالۍ اړوند دوسیو څېړنه یې هم په بشپړ ډول کنګل کړې ده.
وانډیور ویلي، په قطر کې د السیلیه نظامي کمپ هم د تړل کېدو په حال کې دی، په داسې حال کې چې هلته له شاوخوا پنځو کلونو راهیسې څه باندې زر افغانان امریکا ته د لېږد په تمه ژوند کوي او د هغوی لپاره لا هم روښانه او دایمي حللاره نه ده وړاندې شوې.
هغه په خپل لیک کې د افغان اېواک د غړو او رضاکارانو د هڅو ستاینه کړې او ټینګار یې کړی چې د امریکا د حکومت د وروستیو خنډونو سره سره به د افغان متحدینو د ملاتړ ژمنه نه پرېږدي او له افغانانو سره به خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
د لیک په پای کې راغلي، چې د افغان اېواک ایتلاف د کډوالو د ملاتړ بنسټونه، د امریکا متقاعد سرتېري، مذهبي ادارې او وکیلان په ګډون له ۲۵۰ څخه ډېر سازمانونه رانغاړي چې د افغانانو د حقونو او د هغوی د خوندي لېږد لپاره فعالیت کوي. وانډیور له خپلو غړو غوښتي چې د افغانانو د دوسیو د پرمخ بېولو او د مرستو د دوام لپاره خپلې هڅې لا پیاوړې کړي.
لیکوال:سعید سمیر








