TOOSnews
اعلان
په اروپا او اسيا كې افغان خبريالانو د رسنيو د ملاتړ نوى نړيوال بنسټ جوړ كړ.
نړۍټوس نیوز

په اروپا او اسيا كې افغان خبريالانو د رسنيو د ملاتړ نوى نړيوال بنسټ جوړ كړ.

۱۵ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د اروپا او اسیا په بېلابېلو هېوادونو کې مېشتو افغان خبریالانو، رسنیزو مدیرانو او د رسنیو فعالانو د «افغانستان د رسنیو نړیوال فدراسیون» په نوم د یوه نوي رسنیز بنسټ د جوړېدو او رسمي فعالیت د پیل خبر ورکړی دی.

د فدراسیون بنسټ‌اېښودونکو په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، دغه خپلواک، غیرانتفاعي، نادولتي او غیرسیاسي بنسټ د افغانستان د رسنیزې ټولنې د ستونزو او ننګونو د حل، د خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو د ملاتړ، د بیان ازادۍ او معلوماتو ته د لاسرسي د دفاع او د رسنیو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا په موخه رامنځته شوی دی.

د اعلامیې له مخې، فدراسیون به د افغانستان دننه او بهر د رسنیو او خبریالانو ترمنځ د همکارۍ او مسلکي اړیکو لپاره یو ګډ چوکاټ برابر کړي او د نړیوالو بنسټونو د ملاتړ د جلبولو لپاره به هم هڅې وکړي.

بنسټ‌اېښودونکو ویلي، افغان خبریالان او رسنۍ په وروستیو کلونو کې د بیان ازادۍ پر وړاندې له محدودیتونو، اقتصادي ستونزو، اجباري کډوالۍ او حقوقي او مسلکي فشارونو سره مخ شوي دي. د دوی په وینا، د دغه بنسټ جوړېدل به د رسنیزې ټولنې د ملاتړ او د یادو ستونزو د حل په برخه کې اغېزناک رول ولوبوي.

د فدراسیون مسؤلین وایي، دغه بنسټ به د یوه همغږي کوونکي او مسلکي چتر په توګه فعالیت وکړي او د تجربو د تبادلې، مسلکي روزنو، ظرفیت لوړونې او د رسنیو ترمنځ د همکاریو د پراختیا لپاره به زمینه برابره کړي.

د اعلان شویو موخو له مخې، فدراسیون به د خبریالانو د حقونو ملاتړ، د بیان ازادۍ او معلوماتو ته د لاسرسي دفاع، له ګواښ سره د مخامخ خبریالانو د وضعیت تعقیب، په جلاوطنۍ کې د افغان رسنیو ترمنځ د همکارۍ پیاوړتیا او د مسلکي روزنیزو پروګرامونو پراختیا ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

بنسټ‌اېښودونکو ټینګار کړی چې ازادې او خپلواکې رسنۍ د عامه پوهاوي، د قانون د حاکمیت او د ډیموکراټیکو ارزښتونو د ساتنې لپاره مهم رول لري او د رسنیو ملاتړ یوه اساسي اړتیا ده.

فدراسیون له خبریالانو، رسنیو، نړیوالو بنسټونو، د بشري حقونو سازمانونو او د رسنیو له فعالانو غوښتي چې د افغان رسنیزې ټولنې د پیاوړتیا لپاره ورسره همکاري وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د رسنیو ملاتړو بنسټونو د معلوماتو له مخې، په تېرو څلورو کلونو کې پر رسنیزو فعالیتونو ګڼ محدودیتونه لګول شوي دي. بل لور ته، د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت په وروستیو کې د ځینو رسنیزو بنسټونو د جوازونو د تمدید او د یو شمېر نورو ادارو د فعالیتونو د درولو خبر ورکړی، چې د وزارت په وینا د رسنیزو فعالیتونو د تنظیم او د بنسټونو د اعتبار د ساتنې لپاره ترسره شوې ده.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.