TOOSnews
اعلان
افغانستان او ايران د سوداګريزو ستونزو د حل لپاره ګډه كاري ډله جوړوي.
اقتصاديټوس نیوز

افغانستان او ايران د سوداګريزو ستونزو د حل لپاره ګډه كاري ډله جوړوي.

۱ وږی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې او د ایران د سوداګرۍ، صنایعو، کانونو او کرنې خونې د دواړو هېوادونو د سوداګرو د ستونزو د حل او سوداګریزو همکاریو د پراختیا لپاره د یوې ګډې کاري ډلې پر جوړولو هوکړه کړې ده.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د جمعې په ورځ (د زمري ۳۰مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغې خونې پلاوي په ایران کې د صنعت او ساختمان په نندارتون کې له ګډون وروسته د ایران د سوداګرۍ خونې له مرستیال قدیر قیافه سره لیدلي دي.

د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو د پراختیا، د ګډو پانګونو د هڅونې، د ګډ تولید د پراختیا او د دواړو هېوادونو د سوداګریزو خونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا په اړه خبرې شوې دي.

دواړو لورو د موجودو اقتصادي او سوداګریزو ظرفیتونو پر اغېزمنې کارونې، د خصوصي سکټورونو ترمنځ د مستقیمو اړیکو پر رامنځته کولو او د سوداګریزو راکړو ورکړو، ګډو پانګونو او صنعتي همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې په وینا، ګډه کاري ډله به د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې د شته ستونزو موضوعات په منظم ډول تعقیب کړي او د حل لپاره به یې عملي لارې چارې ولټوي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.