TOOSnews
اعلان
افغانستان د هند پر وړاندې د راتلونكو لوبو لپاره خپله لوبډله اعلان كړه.
ورزشټوس نیوز

افغانستان د هند پر وړاندې د راتلونكو لوبو لپاره خپله لوبډله اعلان كړه.

۶ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د افغانستان کرکټ بورډ اعلان کړی چې حشمت‌الله شهیدي به د هند پر وړاندې په راتلونکې لوبلړۍ کې د افغانستان د ملي لوبډلې د یو ورځنیو او ټیسټ لوبو مشري وکړي.

د کرکټ بورډ له‌خوا د سې‌شنبې په ورځ د دغې لوبلړۍ لپاره دوه جلا ۱۵ کسیزې لوبډلې اعلان شوې، چې یوه د یو ورځنیو سیالیو او بله د یوازینۍ ټیسټ لوبې لپاره ده. شهیدي به په دواړو لوبډلو کې د کپټان په توګه پاتې کېږي.

په اعلان شویو لوبډلو کې د افغانستان مشهور لوبغاړي لکه راشد خان، رحمان‌الله ګوربز، محمد نبي او عظمت‌الله عمرزی هم شامل دي.

د یو ورځنیو لوبو په سکواډ کې رحمان‌الله ګوربز او ابراهیم ځدراڼ د پیل لوبغاړو په توګه ټاکل شوي دي. محمد نبي او عظمت‌الله عمرزی بیا د الراونډرانو په توګه د لوبډلې توازن پیاوړی کوي.

په توپ اچوونکو کې د راشد خان ترڅنګ ځوان سپېنر غضنفر او چټک توپ اچوونکي بلال سميع، فرید ملک او ضیاالرحمن شرفي شامل دي.

د ټیسټ لوبې لپاره بیا په لوبډله کې ځینې بدلونونه راغلي دي. عبدالمالک، رحمان‌الله ځدراڼ او شرف‌الدین اشرف په سکواډ کې ور اضافه شوي دي. همداراز رحمت شاه او رحمان‌الله ګوربز خپل ځایونه ساتلي او د ویکټ ساتنې لپاره اکرام علي خېل او افسر ځاځی غوره شوي دي.

راشد خان په ټیسټ لوبډله کې نه دی شامل شوی او پر ځای یې قیس احمد، ننګیال خروټی او شرف‌الدین اشرف اخیستل شوي دي.

ټاکل شوې د هند او افغانستان ترمنځ یوازینۍ ټیسټ لوبه د جون له ۶مې تر ۱۰مې پورې په نیو چندیګړ کې ترسره شي. له هغې وروسته به درې یو ورځنۍ سیالۍ د جون په ۱۳مه، ۱۷مه او ۲۰مه نېټه په دهرمشاله، لکنهو او چینای کې ترسره شي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.