د موسیقۍ ملي انسټیټوټ اعلان کړی چې د طالبانو واک ته د بېرته رسېدو د پنځمې کلیزې په مناسبت به د «آدم او حوا» په نوم نوې سندره خپره کړي. ټاکل شوې دغه اثر د شنبې په ورځ، د اګست په ۱۵مه، د کابل پر وخت د ماښام په ۷ بجو د دغه بنسټ له رسمي پاڼو څخه د مینهوالو لپاره خپور شي.
د افغانستان د موسیقۍ ملي انسټیټوټ د جمعې په ورځ، د زمري ۲۳مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه سندره د افغانستان د ځوانانو ارکسټر او د دغه بنسټ د سندرغاړو په ګډه اجرا شوې ده. په دې اثر کې د افغانستان د ځوانو نجونو او هلکانو غږونه یو ځای اورېدل کېږي.
د «آدم او حوا» موسیقي او شعر همایون مروت جوړ کړی، او تنظیم او رهبري یې تیاګو موریرا دا سیلوا پر غاړه لري. دغه بنسټ ویلي چې نوی اثر یې د افغانستان د خلکو له تجربو او له سختو شرایطو څخه الهام اخیستی دی.
د افغانستان د موسیقۍ ملي انسټیټوټ په وینا، «آدم او حوا» د ازادۍ، برابرۍ، انساني کرامت، هیلو، د زدهکړې د حق او د پنځونې مفاهیم انځوروي. دغه بنسټ زیاته کړې چې دا اثر د افغانستان د خلکو د دردونو او کړاوونو او په ژوند کې د برابرو فرصتونو لپاره د هغوی د غوښتنې انعکاس دی.
په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې واک ته د طالبانو له بېرته رسېدو وروسته، د افغانستان ښځې او نجونې په پراخ او سیستماتیک ډول له زدهکړو او د ټولنیز ژوند له ډېرو برخو څخه محرومې شوي دي. دغه بنسټ په افغانستان کې د بیان پر ازادۍ او فرهنګي فعالیتونو د پراخو محدودیتونو یادونه هم کړې ده.
د افغانستان د موسیقۍ ملي انسټیټوټ زیاته کړې چې موسیقي او هنري پنځونې هم له سختو محدودیتونو سره مخ شوي دي او په پایله کې د افغانستان د فرهنګي او موسیقۍ ژوند یوه لویه برخه چوپتیا ته اړ شوې ده.
د دې خبرپاڼې له مخې، واک ته د طالبانو له بېرته رسېدو وروسته، د افغانستان د موسیقۍ ملي انسټیټوټ یو شمېر زدهکوونکي، استادان او موسیقيپوهان اړ شول چې هېواد پرېږدي. دغه بنسټ له پرتګال ته له انتقال وروسته، له افغانستان څخه بهر خپلو ښوونیزو او هنري فعالیتونو ته دوام ورکړی دی.
د افغانستان د موسیقۍ ملي انسټیټوټ ویلي چې په تېرو پنځو کلونو کې د افغانستان د ځوانانو ارکسټر او د دغه بنسټ نورو موسیقۍپوهانو په پرتګال او د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې کنسرتونه او هنري پروګرامونه ترسره کړي دي. د دغه بنسټ په وینا، د دغو اجرااتو موخه د موسیقۍ له لارې د افغانستان د کلتور معرفي کول او د دغه هېواد د خلکو د وضعیت انعکاس و.
دغه بنسټ ټینګار کړی چې له افغانستان څخه لرېوالي ونه شو کولای د دغه هېواد د موسیقيپوهانو غږ چوپ کړي. د افغانستان د موسیقۍ ملي انسټیټوټ ویلي: «تر هغه چې د افغانستان ځوانان زدهکړې کوي، موسیقي غږوي او سندرې وايي، د افغانستان غږ به ژوندی وي.»
لیکواله:سلیمه آریایي








