د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې، چهارشنبې د زمري ۷مه، د تایلنډ پلازمېنې بانکوک ته په کانټیننټل جام سیالیو کې د ګډون په موخه له کابل څخه سفر وکړ. په دغو سیالیو کې به د درېیو وچو پنځه لوبډلې ګډون وکړي.
د راپورونو له مخې، د افغانستان ملي لوبډله د کابل–بانکوک په مستقیمه الوتنه تایلنډ ته روانه شوې ده. دا د ملي لوبډلې لومړنی بهرنی سفر دی چې د روزنیز کادر له وروستیو بدلونونو وروسته ترسره کېږي.
ټاکل شوې ده چې لوبغاړي بانکوک ته له رسېدو وروسته یوه سپکه تمریني ناسته ترسره کړي او ورپسې د کانټیننټل جام سیالیو لپاره خپل رسمي چمتووالي پيل کړي.
د کانټیننټل جام سیالۍ به د اګست په لومړۍ نېټه د افغانستان، روسیې، ویتنام، نیوزیلنډ او کوربه تایلنډ په ګډون پیل شي.
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د لوبو مهالویش (د کابل پر وخت):
افغانستان – روسیه: د اګست ۲مه (د زمري ۱۱مه)، ماښام ۶:۰۰ بجې
افغانستان – ویتنام: د اګست ۳مه (د زمري ۱۲مه)، د شپې ۹:۰۰ بجې
افغانستان – تایلنډ: د اګست ۵مه (د زمري ۱۴مه)، د شپې ۹:۰۰ بجې
افغانستان – نیوزیلنډ: د اګست ۶مه (د زمري ۱۵مه)، ماښام ۶:۰۰ بجې
دا سیالۍ به د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د نوي صربستاني سرمربي، دیان دیدویچ، لومړنۍ رسمي ازموینه وي. نوموړي د مجید مرتضایي له جلا کېدو وروسته د لوبډلې مشري پر غاړه اخیستې او هیله لري چې د خپلې نړیوالې تجربې په مټ د ملي لوبډلې تخنیکي جوړښت او لوبیزه کچه لا پیاوړې کړي.
لیکواله:سلیمه آریایي








