TOOSnews
اعلان
د افغانستان د انفلوانزا ملي لابراتوار په نړیواله ارزونه کې لوړه درجه ترلاسه کړه.
افغانستانټوس نیوز

د افغانستان د انفلوانزا ملي لابراتوار په نړیواله ارزونه کې لوړه درجه ترلاسه کړه.

۱۷ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د هېواد د انفلوانزا ملي لابراتوار په یوه نړیواله برنامه کې د کیفیت د کنترول (EQAP) د لاسته راوړنو خبر ورکړی دی.

د وزارت د اعلامیې له مخې، دغه لابراتوار وکولی شول چې په دقیقو نړیوالو ارزونو کې ترټولو لوړه درجه ترلاسه کړي؛ یوه بریا چې د چارواکو په وینا، د تشخیص د کیفیت لوړتیا او د هېواد د صحي سیسټم د نړیوالو معیارونو سره همغږي ښيي.

دغه څانګه، چې د عامې روغتیا وزارت د مرکزي لابراتوارونو پورې اړه لري، یو ځل بیا په نړیوالو ازموینو کې بریالۍ وګرځېده او د بهرني کیفیت د کنټرول برنامې غوره ځای یې ترلاسه کړ.

د روغتیا چارواکي وايي چې دغه لاسته راوړنه څرګندوي چې د هېواد دننه لابراتواري تشخیصونه په لوړ دقت سره او د روغتیا نړیوال سازمان د معیارونو سره سم ترسره کېږي.

د ورکړل شوو معلوماتو له مخې،د انفلوانزا ملي لابراتوار لپاره نړیوالې ارزونې له ۲۰۰۹ میلادي کال څخه پیل شوې، او بیا دغه غوره درجه ترلاسه کول د کیفیت ثبات او د لابراتواري ظرفیتونو د ښه کېدو نښه ده.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.