TOOSnews
اعلان
احمد الشرع د سوریې انتقالي پارلمان ته ۱۵ ښځې وټاکلې.
نړۍټوس نیوز

احمد الشرع د سوریې انتقالي پارلمان ته ۱۵ ښځې وټاکلې.

۱۲ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د سوریې ولسمشر احمد الشرع د دغه هېواد د انتقالي پارلمان د ۷۰ انتصابي غړو له ډلې ۱۵ ښځې د پارلمان غړیتوب ته وټاکلې. له دې ټاکنو سره، د سوریې په ۲۱۰ کسیز پارلمان کې د ښځو شمېر له ۶ څخه ۲۱ ته لوړ شوی دی.

د ټاکل شویو ښځو په نوملړ کې د سیاست، ژورنالېزم، لوړو زده‌کړو، څېړنې، هنر، حقوقو، معمارۍ او مدني فعالیتونو برخو مخکښې څېرې شاملې دي. دغه ترکیب د بېلابېلو مسلکي مخینو لرونکې ښځې رانغاړي.

اسما فرحان السباعي، اسراء زهیر مصطفی المشهور، حنان ابراهیم البلخي، دعوه عبدالحمید الاحدب، روزینا عامر اللاذقاني، سمیه مراد، سمیره ایمن الوتار، عایشه محمد فهد الدبس، لارا فتحي قدید او مادونا سهیل بشاره هغه ښځې دي چې احمد الشرع د سوریې د انتقالي پارلمان غړیتوب ته ټاکلې دي.

د دغو ښځو له ډلې، حنان ابراهیم البلخي، چې یوه سوریایي خبریاله او سیاستواله ده، مخکې د سوریې د ملي شورا غړې او د العربي ټلوېزیون خبریاله پاتې شوې ده. همداراز، اسراء زهیر مصطفی المشهور، چې د دیرالزور ولایت یوازینۍ ښځینه استازې ده، د پوهنتون استاده او د خاورې د علومو څېړونکې ده او خپله ډوکټورا یې د روسیې د سن‌پترزبورګ له پوهنتونه ترلاسه کړې ده.

د سوریې پېژندل شوې هنرمندې روزینا عامر اللاذقاني حضور هم د پارلمان د نویو غړو په ډله کې د دغه هېواد په رسنیو او عامه افکارو کې بېلابېل غبرګونونه راپارولي دي.

سره له دې چې د سوریې په انتقالي پارلمان کې د ښځو شمېر زیات شوی، د پارلمان نوی ترکیب لا هم د یو شمېر سیاسي جریانونو او مدني بنسټونو له نیوکو سره مخ دی. منتقدان وايي چې د واک په نوي جوړښت کې د ښځو او لږکیو ونډه لا هم محدوده پاتې شوې ده.

ځینې شنونکي په دې باور دي چې د احمد الشرع له لوري د دغو ښځو ټاکنه، چې نوموړی د یوې توندلارې اسلامپالې ډلې د پخواني مشر په توګه پېژندل کېږي، د سوریې د نوي حکومت د کورني او نړیوال انځور د پیاوړتیا لپاره یوه هڅه ده.

دا بدلون په داسې حال کې رامنځته کېږي چې په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې، له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده‌کړو محرومې دي او ښځې هم له کابینې، دولتي دندو او د پرېکړه‌نیونې له بنسټونو څخه ایستل شوي دي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.