TOOSnews
اعلان
اېمل ولي خان: پي ټي اېم، ټي ټي پي او تحريک انصاف يو ډول دي.
افغانستانټوس نیوز

اېمل ولي خان: پي ټي اېم، ټي ټي پي او تحريک انصاف يو ډول دي.

۲۷ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د عوامي ملي ګوند مشر اېمل ولي خان يو ځل بيا ويلي، چې د ده په اند د پښتون ژغورنې غورځنګ، ټې ټې پي او تحريک انصاف يو ډول دي. نوموړي ادعا کړې، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران د عدم تشدد د ستر مبارز باچا خان نوم د خپلو شخصي ګټو لپاره کاروي.

اېمل ولي خان تر دې وړاندې هم ورته څرګندونې کړې وې، خو د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو تر اوسه د هغه خبرو ته مستقيم غبرګون نه‌ دی ښودلی.

په وروستيو اوونيو کې د عوامي ملي ګوند ګڼو غړو پر پښتون ژغورنې غورځنګ نيوکې زياتې کړې دي. بلخوا د پي ټي اېم مخکښو غړو له خپلو پلويانو غوښتي، چې د عوامي ملي ګوند د دغو څرګندونو او کړنو په اړه چوپتيا غوره کړې.

همداراز تحريک انصاف، چې دا مهال په خيبر پښتونخوا کې واک لري، تر اوسه د اېمل ولي خان دغو تازه څرګندونو ته کوم رسمي غبرګون نه‌ دی ښودلی.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.