د طالبانو د کانونو او پټرولیم ریاست په کونړ کې خبر ورکړی چې د دغه ولایت د بیروچو له کانونو څخه ۱۵۸۵ کیلوګرامه بیروچ ډبرې د ۱۱۹.۳ میلیونه افغانیو په ارزښت پلورل شوي دي.
د طالبانو د کانونو او پټرولیم رییس محمد شیرین حقاني ویلي، چې دا اندازه بیروچ ډبرې تېره ورځ (سې شنبې، د زمري ۶مه) د داوطلبۍ له لارې پلورل شوي دي.
هغه ویلي، چې د دغو قیمتي ډبرو د پلور له پیسو څخه ۱۱.۹ میلیونه افغانۍ د طالبانو خزانې ته انتقال شوې دي.
طالبانو له افغانستان د بیا واکمنېدو وروسته د هېواد د کانونو پراخ استخراج او د کانیزو محصولاتو پلور پیل کړی دی.
دغه ډله د کونړ د بیروچو تر څنګ د پنجشېر د زمردو کانونه، د بامیانو د سرب او جستو کانونه او د نورو ولایتونو بېلابېل کانونه هم استخراجوي.
د طالبانو له خوا د هېواد د کانونو استخراج له پراخو نیوکو سره هم مخ شوی او یو شمېر سیاسي جریانونو دا ډله د هېواد د کانونو په لوټلو تورنه کړې ده.
لیکواله:سلیمه آریایي








