د بښنې نړیوال سازمان او د اېرلنډ کرېکټ بورډ د افغانستان او اېرلنډ ترمنځ د یو ورځنیو سیالیو پر مهال د اعتراضونو د احتمال په اړه اندېښنه ښودلې ده.
د اېرلنډ کرېکټ بورډ ویلي، د شمالي اېرلنډ له پولیسو او اړوندو ادارو سره په همغږۍ یې د پنځو یو ورځنیو سیالیو لپاره بشپړ امنیتي تدابیر نیولي، ځکه تمه کېږي چې د لوبو پر مهال سولهییز اعتراضونه وشي.
د افغانستان پر وړاندې د دغې لوبلړۍ کوربهتوب د بشري حقونو د فعالانو او یو شمېر کرېکټ مینهوالو له نیوکو سره مخ شوی. منتقدان وايي، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې پر ښځو او نجونو د زده کړو، کار، ورزش او ټولنیز ژوند محدودیتونه لګېدلي او نړیوال سپورټي فعالیتونه باید له دې وضعیت څخه بېل ونه ګڼل شي.
د بښنې نړیوال سازمان ټینګار کړی چې د سولهییز اعتراض حق باید خوندي وي او دغه سیالۍ باید د طالبانو د تبلیغاتي موخو لپاره ونه کارول شي. د دغه سازمان ویاند فېلېکس جېکنز ویلي، د اېرلنډ کرېکټ بورډ او د کرېکټ نړیواله شورا باید ډاډ ترلاسه کړي چې د افغان ښځو او نجونو وضعیت د نړیوالې ټولنې له پامه ونه غورځول شي.
بلخوا د شمالي اېرلنډ پولیسو ویلي، د بیان ازادي او سولهییز اعتراض د خلکو قانوني حق دی، خو باید د عامه امنیت، د نورو د حقونو او د قانون د حاکمیت په چوکاټ کې ترسره شي.
ټاکل شوې ده د افغانستان او اېرلنډ ترمنځ د پنځو یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ په شمالي اېرلنډ کې ترسره شي. لومړۍ دوه لوبې به په بریډي لوبغالي او پاتې درې به د اګست په ۱۰مه، ۱۲مه او ۱۵مه په سټورمونټ لوبغالي کې ترسره شي.
د اېرلنډ کرېکټ بورډ مشرې سارا کین هم د افغان ښځو وضعیت اندېښمنوونکی بللی او ویلي یې دي چې د کرېکټ نړیوالې شورا له هغې کاري ډلې سره همکاري کوي چې موخه یې د افغان کډوالو ښځینه کرېکټ لوبډلې ته تر ۲۰۳۰ کال پورې د نړیوالو سیالیو د غوراوي پړاوونو ته د رسېدو زمینه برابرول دي. د پخوانۍ اسټرالیايي لوبغاړې مېل جونز په وینا، دغه پروګرام به افغان ښځینه لوبغاړو ته د سیالیو او پرمختګ اوږدمهاله فرصت برابر کړي، خو دوی به د افغانستان په نوم نه، بلکې د بل نوم لاندې سیالۍ وکړي.
لیکوال:سعید سمیر








