لیکواله:سلیمه آریایي
د هلمند ده ګرمسېر ولسوالۍ کې د ۸ کیلومتره په اوږدو سړک بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.
د ګرمسېر د ښاروالۍ ریاست د معلوماتو له مخې، دغه سړک د هزارجفت په بازار کې د ۷ میلیونه او ۸۲۷ زره او ۷۶۰ افغانیو په لګښت جوړ شوی او د طالبانو د ادارې د یو شمېر مقاماتو په ګډون پرانیستل شوی دی.
ملا محمد معصوم معصومی، چې د طالبانو د ادارې لخوا د ګرمسیر ښاروال مقرر شوی، ویلي دي چې د دې پروژې د بشپړېدو سره به د سیمې اوسېدونکو او هټۍ والو د تګ راتګ ستونزې کمې شي.
هلمند ولایت د هغو سیمو له ډلې څخه دی چې په تېرو کلونو کې یې بنسټیز تاسیسات زیانمن شوي دي. که څه هم د دې ولایت په ځینو برخو کې د بیا رغونې پروژو ترسره کېدو خبر ورکړل شوی، خو د بودجې د لګښتونو او د پروژو د څارنې په اړه روښانه معلومات نه دي وړاندې شوي.








