د طالبانو د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون په نوبتي غونډه کې د شاوخوا ۲.۸ میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۹ پراختیایي او خدماتي پروژې منظورې شوې دي.
د یادې غونډې په ترڅ کې ویل شوي چې دا پروژې د بېلابېلو سکتورونو اړوند دي او موخه یې د هېواد د زیربناوو پیاوړتیا، د خدماتو ښهوالی او د اقتصادي فعالیتونو پراختیا ده.
مسوولین وايي، د پروژو په عملي کېدو سره به په بېلابېلو ولایتونو کې د کارموندنې فرصتونه هم زیات شي او د خلکو د ژوند په ښه والي کې به مرسته وکړي.








