«عراقي نیوز»خبري آژانس راپور ورکړی چې د بغداد ښار کې د فساد پر ضد د یوه پراخ عملیات په ترڅ کې ۴۷ لوړپوړي دولتي چارواکي، د پارلمان غړي او سوداګر د مالي فساد، د تېلو د قاچاق او د ډالرو د قاچاق په تور نیول شوي دي. دغه عملیات د یکشنبې په ورځ، د چنګاښ ۷مه، په شنه سیمه او د بغداد په څو نورو شتمنو سیمو کې ترسره شوي دي.
د راپور له مخې، شنه سیمه چې ځانګړی امنیتي ساتنه لري او د حکومتي ادارو او د ګڼ شمېر سیاسي چارواکو د استوګنې ځای دی، د دې عملیاتو اصلي مرکز و. «عراقي نیوز» ادعا کړې چې دغه عملیات د عراق د نوي لومړي وزیر، علي الزیدي، په امر او طرحه ترسره شوي دي.
په راپور کې راغلي چې امنیتي ځواکونو له لمر ختو مخکې د شنې سیمې ټولې د ننوتلو او وتلو لارې تړلې وې او یوازې هغو محصلانو ته یې د تګ اجازه ورکړه چې د ازموینې د ګډون کارتونه یې له ځان سره لرل. د خبري اژانس په وینا، عملیات له کومې وسلهوالې نښتې پرته پای ته رسېدلي او ۴۷ کسان نیول شوي.
د یوه امنیتي چارواکي په وینا، نیول شوي کسان د پارلمان غړي، د سیاسي ګوندونو مسؤلان، لوړپوړي دولتي چارواکي، د شرکتونو مدیران او بانفوذه سوداګر دي. نوموړي د نیول شویو کسانو د هویت په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.
«عراقي نیوز» لیکلي چې دغه عملیات د «لومړۍ مرحلې» په رمزي نوم په پټه پلان شوي وو او د لومړي وزیر او د عراق د سترې قضايي شورا د رئیس، فائق زیدان، په همغږۍ عملي شوي. همدارنګه، د سیاسي لاسوهنې او د معلوماتو د افشا کېدو د مخنیوي لپاره د ترهګرۍ ضد ځانګړو ځواکونو څخه کار اخیستل شوی دی.
د راپور له مخې، عملیات په یوه وخت کې د بغداد په شنه سیمه، المنصور، الیرموک، زیونه، صدر ښارګوټي او الشعب سیمو، او همدارنګه د بابل، میسان او اربیل ولایتونو کې ترسره شوي دي. د فساد پر ضد د مبارزې مرکزي جنايي محکمې د نیول شویو ۴۷ کسانو دوسیې د عدلي بهیر د پیل لپاره یوه فدرالي کمېسیون ته سپارلي دي.
راپور زیاتوي چې د شکمنو کسانو د کورونو او دفترونو د پلټنې پر مهال داسې خوندي صندوقونه موندل شوي چې پکې د کورني او بهرني اسعارو د پام وړ اندازه نغدې پیسې موجودې وې. د «عراقي نیوز» په وینا، قضايي چارواکو د یو شمېر سیاسي څېرو، قانون جوړوونکو او د بانکونو د خاوندانو پر سفر هم سمدستي بندیز لګولی دی.
امنیتي سرچینو «عراقي نیوز» ته ویلي چې د دې عملیاتو دویمه مرحله هم تر پلان لاندې ده او په هغې کې به لوړپوړي سیاسي چارواکي، د ګوندونو مشران او بانفوذه اقتصادي څېرې په نښه شي. دغه خبري اژانس دا هم راپور ورکړی چې تر دې وړاندې د تېلو وزارت مرستیال، عدنان جلیلي، هم نیول شوی و.
لیکواله:سلیمه آریایي








