د پاکستان د پوځ مشر او د دفاعي ځواکونو قوماندان فیلډ مارشال عاصم منیر وایي، اسلاماباد د افغانستان له خاورې څخه د سرچینه اخیستونکي ترهګرۍ پر وړاندې د «ځاندفاع» په چوکاټ کې د هدفمنو اقداماتو حق لري.
منیر دغه څرګندونې د اکتوبر په دویمه په راولپنډۍ کې د پوځ د ۲۷۷م قول اردو قوماندانانو په غونډه کې کړې دي. د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې (ISPR) په وینا، په دې غونډه کې د افغانستان له خاورې د راپورته کېدونکې ترهګرۍ پر وړاندې د هدفمنو اقداماتو پر دوام ټینګار شوی دی.
د پاکستان پوځي مشرتابه ادعا کړې چې د طالبانو مشرتابه د هند په استازیتوب ترهګرو ډلو ته د فعالیت زمینه برابروي او د وضعیت د پایلو مسوولیت یې هم پر غاړه دی. پاکستاني چارواکي له څه مودې راهیسې پر طالبانو تور لګوي چې د پاکستان ضد وسلهوالو ډلو ته یې په افغانستان کې پناه ورکړې، خو طالبان دغه تورونه ردوي.
په غونډه کې د پاکستان پوځ د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د ترهګرۍ ضد عملیاتو د دوام او د خپلو ځواکونو د لوړې کچې عملیاتي چمتووالي پر ساتلو هم ټینګار کړی دی.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې پاکستان په وروستیو ورځو کې د افغانستان په کونړ او هلمند ولایتونو کې هوايي بریدونه کړي دي. د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (UNAMA) په وینا، په دغو بریدونو کې لږ تر لږه لس ملکي وګړي وژل شوي، په داسې حال کې چې پاکستان وایي بریدونه یې د وسلهوالو پر مرکزونو ترسره کړي دي.
لیکوال:سعید سمیر








