د پاکستان د پوځ لوی درستیز مارشال عاصم منیر او یو شمېر نورو لوړپوړو پوځي قومندانانو په یوې غونډه کې ویلي، چې پر کابل واکمنه د طالبانو اداره د پاکستاني وسلهوالو د ملاتړ له لارې یوه «نامعقوله او منحرفه تګلاره» تعقیبوي.
دوی ټینګار کړی، چې دغه تګلاره نه یوازې د سیمې امنیت ته زیان رسوي، بلکې د افغانستان د خلکو ملي ګټې هم تر پښو لاندې کوي. د پوځ مشر زیاته کړې، چې دا ډول کړنې کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې نورې هم ترینګلې کړي.
پاکستاني پوځي چارواکو په خپلو څرګندونو کې ویلي، چې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه د ټولې سیمې ګډ مسوولیت دی او له افغانستانه یې غوښتي، چې د خپلو ژمنو له مخې د وسلهوالو ډلو پر وړاندې جدي ګامونه پورته کړي.
تر اوسه د طالبانو ادارې د دغو څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.
لیکوال:سعید سمیر








