TOOSnews
اعلان
اتمر له ايټاليا وغوښتل چې افغان پناه غوښتونكو ته خوندي او قانوني فرصتونه برابر كړي.
نړۍټوس نیوز

اتمر له ايټاليا وغوښتل چې افغان پناه غوښتونكو ته خوندي او قانوني فرصتونه برابر كړي.

۱۵ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د افغانستان د پخواني جمهوري نظام د بهرنیو چارو وزیر، محمد حنیف اتمر، په ایټالیا کې د افغان کډوالو د وژل کېدو او سوځولو پېښه «دردناکه او ټکان ورکوونکې» بللې او ویلي یې دي چې دغه غمیزه یو ځل بیا د پناه‌غوښتونکو د ساتنې او د هغوی د اساسي حقونو د تضمین په برخه کې د دولتونو مسوولیتونه رابرسېره کوي.

اتمر د ایکس په یوه پیغام کې له ایټالیايي حکومت څخه غوښتي چې د افغان پناه‌غوښتونکو د حقوقي وضعیت ارزونه او هغوی ته د خوندي او قانوني کار زمینه برابرول د خپلو لومړیتوبونو په سر کې ځای کړي.

هغه د ایټالیا د چارواکو، په ځانګړې توګه د جورجیا ملوني، هغه پرېکنده دریځ هم ستایلی چې د یادې پېښې عاملان به عدالت ته سپاري.

د بهرنیو چارو پخواني وزیر ټینګار کړی چې د افغانانو د کډوالۍ بنسټیز لاملونه باید له پامه ونه غورځول شي. د هغه په وینا، په افغانستان کې د تلپاتې سولې او مشروع نظام د رامنځته کېدو لپاره سیاسي همکاري د ستونزې د حل اساسي لاره ده.

اتمر ویلي: «د افغانانو د مهاجرت د ریښه‌ییزو عواملو څېړل او حل یې،باید د افغانستان د اوسنیو واکمنانو، سیاسي ځواکونو او نړیوالې ټولنې له مهمو لومړیتوبونو څخه وي.»

هغه د وژل شویو افغانانو له کورنیو سره ژوره خواخوږي څرګنده کړې، قربانیانو ته یې د جنت فردوس او د هغوی کورنیو ته یې د زغم او صبر دعا کړې ده.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په ایټالیا کې د افغان کډوالو د سوځولو وروستۍ پېښې د افغانانو او د بشري حقونو د ملاتړو بنسټونو پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.