TOOSnews
اعلان
هنګو كې پر يوې امنيتي پوستې بريد؛ د ډي اېس پي په ګډون ٧ پوليس وژل شوي.
نړۍټوس نیوز

هنګو كې پر يوې امنيتي پوستې بريد؛ د ډي اېس پي په ګډون ٧ پوليس وژل شوي.

۹ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د خېبر پښتونخوا د هنګو ولسوالۍ د خزینه بانډه په سیمه کې پر یوې امنیتي پوستې د وسله‌والو په برید کې د یوه جګپوړي پولیس افسر ډي‌اېس‌پي دیار خان په ګډون لږ تر لږه اووه پولیس وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان شوي دي.

د سیمه‌ییزو پولیسو په وینا، په نښته کې د امنیتي ځواکونو په ځوابي ډزو شپږ بریدګر هم وژل شوي دي. پولیس وایي، بریدګرو د لومړي ځل لپاره پر پوستې د کواډ کاپټر ډرون په وسیله برید کړی چې له امله یې درنه مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د چارواکو په خبره، د ټپیانو له ډلې ۱۵ تنه د ډي‌اېچ‌کېو روغتون ته لېږدول شوي او د نورو ژوبلو کسانو د انتقال لړۍ هم روانه ده. ډاکترانو ویلي، د یو شمېر ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.

بلخوا، تحریک طالبان پاکستان (TTP) د برید مسوولیت منلی او ادعا یې کړې چې اووه پولیس یې ژوندي نیولي، درې پولیس موټر یې سوځولي او یو بل موټر یې له ځان سره وړی دی. خو پاکستاني چارواکو تر اوسه د دغو ادعاوو پخلی نه دی کړی.

پولیسو ویلي، د بریدګرو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته شاوخوا پنځه ساعته روانه وه او د وژل شویو سرتېرو شمېر د لوړېدو احتمال شته. د دوی په وینا، په سیمه کې د بریدګرو پر ضد د تصفیې عملیات هم پیل شوي دي.

دا برید داسې مهال شوی چې په وروستیو میاشتو کې په خېبر پښتونخوا او بلوچستان کې د وسله‌والو بریدونه او د پاکستاني ځواکونو عملیات زیات شوي دي. د پاکستان پوځ وایي، په وروستیو عملیاتو کې یې د تحریک طالبان پاکستان د غړو په ګډون ۳۲ وسله‌وال وژلي، خو د روان تاوتریخوالي له امله سلګونه کسان مړه او ټپیان شوي او له ۱۰۰ زرو ډېر خلک بې‌ځایه شوي دي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.