TOOSnews
اعلان
اسټراليا د اووم ځل لپاره د ښځو كركټ نړيوال جام وګټلو.
ورزشټوس نیوز

اسټراليا د اووم ځل لپاره د ښځو كركټ نړيوال جام وګټلو.

۱۵ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د ښځو د شل اوریز نړیوال جام په پایلوبه کې اسټراليا ښځينه کرکټ لوبډله د کوربه انګلستان ښځينه کرکټ لوبډله ته په ماتې ورکولو سره د اووم ځل لپاره د نړۍ اتلولي خپله کړه.

د انګلستان په لارډز لوبغالي کې ترسره شوې پایلوبه کې اسټرالیا پچه وګټله او لومړی یې انګلستان ته د توپ وهنې بلنه ورکړه. کوربه لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۵۰ منډې جوړې کړې.

د انګلستان له لوري لوبډلمشرې نیټ برنټ په مسوولانه ډول ۵۲ توپونو ۵۸ منډې وکړې، او فریا کیمپ په پای کې په چټک برید سره په ۲۸ توپونو ناسوځېدلې ۴۴ منډې ترلاسه کړې چې څلور څلوریزې او یوه شپږیزه پکې شامله وه.

د اسټرالیا له لوري کیم ګارت، لوسي هیمیلټن، سوفي او اینابېل هرې یوه یوه وېکټه واخیسته.

په ځواب کې اسټرالیا ورکړل شوی ۱۵۱ منډیز هدف د ۳ وېکټو په زیان په ۱۷.۱ اورونو کې پوره کړ. د اسټرالیا لپاره بیت موني په ۴۹ توپونو ۶۴ منډې جوړې کړې او فوبي لیچفیلډ په ۳۵ توپونو ۴۸ منډې تر لاسه کړې.

له دې بریا سره د ښځو شل اوریز نړیوال جام کې اسټرالیا د اووم ځل لپاره اتلولي وګټله.

په دغه نړیوال جام کې ۱۲ لوبډلو برخه اخیستې وه چې پکې اسټرالیا، انګلستان، هند، جنوبي افریقا، پاکستان، نیوزیلنډ، وېسټ انډیز، سري لنکا، بنګله دېش، ایرلېنډ، سکاټلېنډ او نیدرلېنډ شامل وو. دا د ښځو د شل اوریز نړیوال جام لسم پړاو و، چې د جون په ۱۲مه پیل او د جولای په ۵مه پای ته ورسېد.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.