TOOSnews
اعلان
عزيزي كروپ د بغلان د برېښنا پروژې لپاره له چينايي شركتونو سره سلا مشورې پيل كړې.
اقتصاديټوس نیوز

عزيزي كروپ د بغلان د برېښنا پروژې لپاره له چينايي شركتونو سره سلا مشورې پيل كړې.

۱۶ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د عزیزي ګروپ مالک مرویس عزیزي وایي، چین ته د خپل کاري سفر پر مهال یې د افغانستان او چینايي شرکتونو ترمنځ د انرژۍ د همکارۍ د پراخولو لپاره رسمي لیدنې پیل کړي دي. د نوموړي په وینا، د دغو خبرو اصلي موخه د بغلان ولایت لپاره د ډبروسکرو پر مټ د برېښناکوټونو د جوړولو پروژه ده.

عزیزي ویلي، د سفر په لومړۍ ورځ یې د چین د شاندونګ ولایت په جینان ښار کې د «رن پاور» شرکت له مشرانو سره لیدلي او د برېښنايي پروژو د انجینرۍ، طرحې او جوړولو په اړه یې خبرې کړي دي. هغه زیاتوي چې د «عزیزي انرژۍ» او «رن پاور» ترمنځ د همکارۍ هوکړه به ژر وروستۍ شي.

د نوموړي په وینا، دا پروژه د افغانستان د لس زره مېګاواټه برېښنا د تولید د ستر پروګرام برخه ده، چې له مخې به یې یوازې په بغلان ولایت کې زر مېګاواټه برېښنا تولید شي.

مرویس عزیزي همدارنګه ویلي، د دوی پلاوی به په راتلونکو ورځو کې د چین له نورو شرکتونو سره هم وګوري او د ډبروسکرو، لمریزې او بادي انرژۍ په برخه کې به د پانګونې او ګډې همکارۍ فرصتونه وارزوي.

دا په داسې حال کې ده چې عزیزي ګروپ تېر کال له طالبانو سره د لس میلیارده ډالرو په ارزښت د لس زره مېګاواټه برېښنا د تولید تړون لاسلیک کړی و، خو تر اوسه د دې پروژې عملي پرمختګ محدود بلل کېږي.

لیکواله:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.