د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان اعلان کړی چې د شاتو مچیو پالنه په افغانستان کې د ښځو او نارینه وو لپاره د کورنۍ د عاید یوه دوامداره سرچینه کېدای شي. د دې راپور له مخې، کورنۍ کولای شي له دې فعالیت څخه په کال کې شاوخوا ۴۰۰ ډالر عاید ترلاسه کړي او دا د کورنۍ په کچه د یوه مناسب اقتصادي انتخاب په توګه وکاروي.
د دې ادارې د معلوماتو پر بنسټ، د شاتو مچیو هره کندو د حاصلاتو په دوو فصلونو کې تر ۵۰ کیلوګرامه شات تولیدولی شي. دغه اندازه تولید کولای شي د کورنیو د مالي اړتیاوو په پوره کولو کې مهم رول ولوبوي او د محصول د تدریجي خرڅلاو زمینه هم برابره کړي.
په راپور کې راغلي چې شات د اوږدې مودې لپاره ساتل کېدای شي، نو کورنۍ کولای شي هغه ذخیره کړي او د مالي اړتیا پر وخت ترې ګټه واخلي. دا ځانګړنه د دې سبب کېږي چې کورنۍ د کال په بېلابېلو وختونو کې له دې عاید څخه استفاده وکړي او له اقتصادي فشار سره لږ مخ شي.
همدارنګه ټینګار شوی چې د شاتو مچیو پالنه نسبتاً لږې لومړنۍ پانګې ته اړتیا لري او دا کار د کور دننه یا شاوخوا سیمو کې هم مدیریت کېدای شي. له همدې امله، دا فعالیت په افغانستان کې د کورنیو د عاید د زیاتوالي لپاره، په ځانګړي ډول د ښځو لپاره، یو مناسب انتخاب بلل شوی دی.
لیکواله:سلیمه آریایي








