د امریکایي شرکت اړوند د«بلو اوریجین»د«نیوګلن»توغندی د ازموینې ژر مهال چاودنه وکړه.
د امریکايي فضايي شرکت بلو اورجین اړوند نیوکلن توغندی د فلوریډا ایالت د توغولو په اډه کې د ازموینې پر مهال چاودنه وکړه.واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د مې په ۲۹مه راپور ورکړی چې دغه توغندی د ځمکې ټیټ مدار ته د سپوږمکیو د لېږد لپاره چمتو کېده.
بلو اوریجین شرکت ویلي چې د توغولو د مخکینۍ ازموینې پر مهال له یوې «ناعادي ستونزې» سره مخ شوی دی. شرکت همدارنګه ټینګار کړی چې ټول کارکوونکي روغ او خوندي دي او هېچا ته زیان نه دی اوښتی.
د راپور له مخې، ټاکل شوې وه چې دغه توغندی د امازون شرکت ۴۸ سپوږمکۍ د ځمکې ټیټ مدار ته ولېږدوي. دا پروژه د امازون د سپوږمکۍ انټرنېټي شبکې د پراختیايي پروګرام برخه ګڼل کېږي.
د مې میاشتې په پیل کې، د امریکا فضايي ادارې ناسا اعلان کړی و چې د سپوږمۍ سطحې ته د ځمکنیو وسایطو د لېږد لپاره یې له بلو اوریجین شرکت سره د ۱۸۸میلیونه ډالرو قرارداد لاسلیک کړی دی.
بلو اوریجین د هغو شرکتونو له ډلې څخه دی چې د ناسا د انسان بېرته سپوږمۍ ته د ستنولو په پروګرام کې ونډه لري. ټاکل شوې ده چې دغه پروګرام په ۲۰۲۷ کال کې د ارټمیس ۳یم ماموریت له لارې عملي پړاو ته دننه شي.
لیکواله:سلیمه آریایي








